دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهایټالیا او هسپانیا په کابل کې سفارتونه پرانیزي

ایټالیا او هسپانیا په کابل کې سفارتونه پرانیزي

تاند (سې شنبه، د سرطان ۲۶ مه) ایټالیا او هسپانیا په کابل کې د خپلو سفارتونو پر بیا پرانستلو غور کوي. بلومبرګ رسنیو د خپلو سرچینو په قول ویلي چچې یو شمېر اروپايي هېوادونه پر ورته اقدام غور کوي،

خو فرانسوي، جرمني او بریتانوي چارواکو دغه موضوع رد کړې ده.

بلومبرګ په خپل راپور کې ویلي چې ایټالیا په وروستیو اوونیو کې د امنیتي وضعیت او موجودو شرایطو د ارزونې لپاره یو پلاوی کابل ته استولی چې وضعیت له نژدې وارزوي.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر تایید کړه چې د دغه هېواد سفیر چې دا مهال د قطر په پلازمېنه دوحه کې دی، کابل ته راغلی دی.

انتونیو تاجاني په واشنګټن کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې په یوه مرکه کې وویل، «موږ پر دې مسلې کار کوو.

زموږ د سفیر له خوا یو ماموریت پیل شوی دی. هسپانیا هم د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې وايي افغانستان ته د خپل سفیر پر استولو غور کوي. د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر جوز مانویل الباریز هم په دې اړه وویل چې “هر څومره ژر چې لږ تر لږه امنیتي شرایط برابر شي، زه به خپل سفیر بیرته واستوم.”

هغه وویل، هسپانیا یوه میاشت وړاندې افغانستان ته د خپل سفیر د استولو لپاره چمتووالی ښودلی و، خو وروسته له هغې یې دغه اقدام وځنډاوه چې داعش په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو برید وکړ.

الباریز زیاته کړه چې له دغه برید وروسته د هسپانیا سفیر د څو ورځو لپاره کابل ته سفر وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب