پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهترافیکي پېښې په لوګر کې د ۴ تنو ژوند واخیست

ترافیکي پېښې په لوګر کې د ۴ تنو ژوند واخیست

تاند (سې شنبه، د عقرب ۸ که)  تېر ماښام د لوګر ولایت د مرکز اړوند په سیدحبیب الله کلي کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۴ تنه مړه او ۳ ټپیان شوي دي.

ځايي رسنیو د پُل علم د نایب امین الله خان ولایتي روغتون د سرطبیب ډاکتر محمد صدیق ستانکزي په قول ویلي چې په مړو شویو کسانو کې دوې ښځې، یو نارینه او یو ماشوم شامل دي.

ده په عین حال کې ویلي چې په ټپیانو کې د یوې ښځې روغتیايي وضعیت نازک و او د درملنې لپاره کابل ته واستول شوه.

دا پېښه د دوو سراچه موټرو د ټکر په نتیجه کې وشوه.

ډاکتر ستانکزي زیاته کړه په برکي برک ولسوالۍ کې په یوه بله پیښه کی یو موټرسایکل سپور له یوه موټر سره ټکر کړی و چې ټپي له لومړنیو مرستو او درملنې وروسته خپل کور ته رخصت شو.

پرون (دوشنبې) سهار د اروزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله ۸ کسان مړه او یو ټپي شو.

د سړکونو د خرابوالي، د ترافیکي اصولو د نه رعایتولو او د چلوونکو د بې‌احتیاطي له کبله په افغانستان کې سږ کال د تېرو کلونو پرتله ترافیکي پېښې زیاتې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب