مجاز هغه ادبي او هنري پرداز ته وايي چي شاعر يا ليکوال داسي يو شعر يا ليکنه و پنځوي چي اصلي مانا نه بلکي مجازي يا غيري اصلي مانا وړاندي کوي او له سمبول سره ئې توپير په دې کي دى چي په سمبول کي خاص او ټاکلي کلمات او عبارتونه په کار وړل کيږي، مګر په مجاز کي تقريباً د استعارې په شان کړني تر سره کيږي. د روزنه کتاب ليکوال محمد کاظم کاظمي خو آن استعاره د مجاز برخه بولي.
تاسو به همېشه د خلګو له خولې اورېدلي وي چي وايي موټرونو ښار پر سر اخيستى دى. دلته ګورئ په دې جمله کي مراد دا دى چي په ښار کي د موټرو بېروبار دى نه دا چي ښار موټرونو را بار کړى دى يا مثلاً څوک وايي زه به د هغوى کره يو سر ورښکاره کړم دلته دا مانا نه وړاندي کوي چي د هغوى د کور په وره کي و دريږي او سر ور دننه کړي بلکي هدف دا وي چي يو لنډه شېبه هلته دمه سي،يا مثلاً څوک وايي چي اور مي واخيستى، په حقيقت کي د دې هدف دا وي چي حالت مي ډېر خراب سو.
په لنډه توګه ويلاى سو چي مجاز د يوې داسي کلمې کاروني ته وايي چي غيري اصلي مانا وړاندي کړي، لکه:
((چي زما پر زړه به درد شـــــــو
چي زما ذهن به خوږ شــــــــــــــــــو
چي زما ژوند به عذاب شــــــــــو
چي زما وجود به خوږ شــــــــــــــو
چي زما خيال به اور واخيست
چي زما حالت به نور شــــــــــــــــو
چي پر ما به غم انبار شــــــــــــــــو
چي پر ما به د درد زور شـو[1]))
په پورته بيتونو کي تاسو وينى چي دلته د زړه دردېدل، د ذهن خوږېدل، د ژوند عذابېدل او د وجود خوږېدل، ټول د يو ډول ذهني ګډوډۍ او کشماکش انځور او مانا وړاندي کوي، يعني په حقيقت کي د دغو څلور سره پيښو يوه مانا ده، هغه د فکر او چورت خرابتيا او په دوهم څلوريځه کي دا کيفيت لا ښه ترا واضح سوى دى. د خيال اور اخيستل يو خورا ښه مجازي انځور وړاندي کوي، يعني د يو چا خيال اور اخيستل دا مانا ورکوي چي سړى له ډېري زياتي فکري ګډوډۍ سره مخامخ کيږي او خيالونه ئې ګډوډ کيږي او د خيال اور اخيستل د فکر د ډېري زياتي ګډوډۍ لپاره يو ښه مجاز دى.يا لکه:
((تا چي د جفا په کاڼو و ويشتــــــــــــــــى
ځکه د خوږمن زړګي مي ساندي سوې
ستا د انکار اور ګله لمبه کړمـــــــــــــــــــــــــــــــــه
ټولي د ژوندون شېبې سوځاندي سوې[2]))
په پورته څلوريځه کي وينو د زړه ويشتل د جفا په کاڼو او د زړه ساندي حقيقت ځکه نه لري چي جفا او د زړه ساندي يوازي تخيولي وجود لري مګر حقيقي وجود نه لري، نو په دې اساس دلته مجازي مانا پرته ده يعني ستا جفا زما پر زړه داسي و لګېده لکه په کاڼو چي مي څوک زړه و ولي او د زړه ساندي هغه تخيولاتي ساندي او ذهني ناقراري ده، چي انسان ته ورپېښږي، په دوهم بيت کي وينو چي غم هيڅکله سړى لمبه کوي او سوځي ئې نه، بلکي هغه غم داسي ورباندي تماميږي لکه اور چي سړى واخلي او د ژوند شېبې اور نه اخلي، بلکي سړي ته زحمت او تکليف ورکوي، نو په پايله کي ويلاى سو، چي نيږدې ټول ذهني انځورونه مجاز هم دى.
د مجاز په موضوع کي دوې خبري ډېري د بحث او پاملرني وړ دي، يو ده ميني خبره او بله د زړه. موږ په پښتو شاعرۍ کي د ميني د شعرنو د اورېدا په وخت کي وايو چي دلته مراد حقيقي مينه او دلته مراد مجازي مينه ده، بېلوي ئې داسي چي حقيقي مينه د خداى ج او د رسول ص مينه ده او مجازي مينه د عشاقو يا انساني مينه ده، مګر که چيري بيرته حقيقت ته راسو، وينو چي مينه ټوله هم هغه يوه الهي مينه ده، ځکه له هر مخلوق سره مينه د هغه له خالق سره مينه ده، مثلاً موږ يو ډېر ښکلى او خوندور شعر وينو هغه مو ډېر خوښيږي، لاندي ئې د شاعر نوم وينو بله ورځ د هم هغه شاعر کوم بل شعر وينو او له هغه شاعر سره مو مينه پيدا کيږي. په داسي حال کي دا شعر د شاعر مخلوق او شاعر ئې خالق دى او د مخلوق سره مينه مجازي مينه ده او له شاعر سره مينه د خالق سره مينه سوه، نو له انسان سره مينه بيرته خپل اصل ته ورګرځي، يعني انسان مخلوق دى او خداى(ج) خالق، نو له انسان سره مينه له خداى(ج) سره مينه سوه، په اصل کي د حقيقت او مجاز تر منځ ډېر لږ واټن موجود دی، چي حسول ئې مشکل دى، او د وحدت الوجود د تصوفي فلسفې پر اساس هم د حقيقت او مجاز يو دي.
دوهم مسئله د زړه ده، څوک وايي زړه مي بايلود، څوک وايي زړه مي خوږيږي، څوک وايي زړه مي پر و سوځېدی، په داسي حال کي چي زړه د انسان په وجود کي يوازي يوه د غوښي ټوټه ده او وينه پمپ کوي، نوره وظيفه نه لري، دا چي موږ زړه وايو مجاز دى، د انساني ضمير لپاره چي مرکز ئې فکر دى او دا چي د انسان په وجود کي د زړه په نامه کومه ټوټه ده، ولي له دې ضمېر سره تړل سوې ده، دا ځکه چي همدغه ټوټه د انسان په وجود کي يوه داسي برخه ده، چي د هغې په له منځه تلو سره د انسان وجود له منځه ځي، يعني د مهم والي په خاطر ئې د ځاى مجاز زړه بلل سوى دى او حقيقت ئې هم هغه ضمير دى چي مرکز ئې د انسان مغز دى.
[1] :د صاحب شاه صابر کليات(١٠٢مخ)
[2] :د ميني انتظار(٥١مخ)