دوشنبه, سپتمبر 9, 2024
Homeخبرونهد ګیله من وزیر د کتاب چاپولو او ملي بیرغ ورځې نمانځلو...

د ګیله من وزیر د کتاب چاپولو او ملي بیرغ ورځې نمانځلو له امله طالبانو یو شمېر کسان نیولي

تاند(دوشنبه، د اسد ۸ مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ حنیف پښتین ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم د ګیله من وزیر د شعري ټولګې د چاپ زیارکښان نیولي او خپرونکی ادرس یې تړلی.

سرچینې دا هم ویلي، چې طالبانو د ګیله من وزیر د شهادت په اړه یو شمېر ویر کوونکي او هغه کسان خوست کې نیولي، چې پرون یې د افغانستان د ملي بیرغ د ورځې د نمانځنې په تړاو پر ټولنیزو رسنیو پوسټونه کړي وو.

نورو سرچینو دا خبره تایید یا رد کړې نه ده.

طالبانو هم په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره د بیان پر ازادۍ او ډاډمن رسنیز فعالیت سخت بندیزونه لګول شوي، چې له امله یې د داسې او نورو خبرونو ثقه کول هم ستونزمن شوي.

طالبانو تر دې مخکې د ګیله من وزیر د غیابي جنازې د تنظیم او پلوۍ له امله په کابل ، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم یو شمېر ځوانان نیولي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب