شنبه, اکتوبر 5, 2024
Home+عکس او تمثيل | پوهنمل محمود مرهون

عکس او تمثيل | پوهنمل محمود مرهون

عکس په لغات کي سرچپه ته وايي، خو په اصطلاح کي هر هغه شکل ته چي د يوه بل شي عيني او کټ مټ شکل موږ ته راښي د هغه شي عکس ويل کيږي او يا ويلاى سو چي د هر شي سيوري ته د هغه شي عکس ويل کېداى سي.

کله چي موږ په ادبياتو کي مطالعه کوو په خاصه توګه په منظومو ادبياتو کي نو موږ دوه ځايه د عکس له کلمې سره مخامخ کيږو، يو په ادبي جوړښتونو (بديعي صنعتونو)کي او دوهم ځاى په نظمونو کي، دلته په دغه مبحث کي موږ په نظمونو کي د عکس پر ماهيت او څرنګوالي باندي ږغېږو.

موږ په پښتو شاعرۍ کي تر اندازې زيات داسي نظمونه او منظومې لرو چي کټ مټ هو بهو د يوې پيښي عکس وړاندي کوي، نه خيال پکښې وي نه فکر او نه شاعرانه ملاحت، بلکي يوه پېښه کټ مټ هم هغسي چي پېښه سوې وي راخستې وي، په دې ډول شاعري کي خيال او هنر نه وي او دا نو بيا شاعري نه ناظمي بلل کيږي.

په ساده او روانه توګه موږ  د عکس تعريف داسي کولاى سو، چي هره هغه ادبي ټوټه که نثر وي که نظم، چي د يوې پيښي حقيقي او واقعي رنګ پرته له هنري پرداز او شاعرانه ملاحته وړاندي کوي د عکس په نامه ياديږي، مثلاً:

((ډېر پخوا په يوه ښار کي يو حاکـم وو

هم بېحده رشوت خور وو هم ظالــــــم وو

بېګناه ئې زندانو ته کشولـــــــــــــــــــــــــــــــه

په وهلو ئې تر مرګه رسولـــــــــــــــــــــــــــــــــه

که په ښار کي بدکاره که قاتــــــــــــلان وه

مېلمانه به ئې په کور کي رهزنــــــــــان وه

که نامتو په ټول وطن کي داړه مـــــار وو

د ده څنګ ته به روان وو د ده يـــــــــار وو

همېشه وو انډيوال د ظالمانـــــــــــــــــــــــــو

يو افت وو نازل سوى پر خوارانـــــــــــــــــو

چي حاضر به سو دربار کي د لويانـــــــــو

پر سجده پښو ته لوېدى د امرانــــــــــــــــو

د پاچا تر وزيرانو ټوله غلــــــــــــــــــــــــــه وه

د وطن په تباهۍ کي سره ملـــــــــــــــــــــه وه

که له پاسه باندي زر را اورېدلــــــــــــــــــــه

که له مځکي حاصلات پورته کېدلـــــــه

نه پاچا نه وزيران په مړېدلــــــــــــــــــــــــــــــــه

نه نسونه د قاضيانو ډکېدلــــــــــــــــــــــــــــــه

يوه ورځ د ښار د خلګو سو ږغ پورتـــــــه

په عرضونو سول روان د پاچا لورتـــــــــه

چي د ښار خلګ په ځان پوري حيران دي

نه عزت نه ئې مالونه په امــــــــــــــــــان دي

د حاکم له لاسه مخ د مځکـــــــــي اور دئ

د عزت له خلګو پاته کلى کـــــــــــــور دئ

پاچا ليري کړ حاکم له هغه ښــــــــــــــــــــاره

بل حاکم ئې مقرر کړ له دربـــــــــــــــــــــــــاره

د ظالم حاکم چوکۍ ئې کړله لـــــــــــــــوړه

په لس چنده ئې جيب ډک سو ډوډۍ غــــوړه

د رخصت په ورځ راټول ورته ښاريان ســــول

راحاضر ورته سپين ږيري مشران ســـــــــــــول

حاکم ږغ کړل ويل واورئ مشرانـــــــــــــــــــــــــــو

د ښار خلګو هوښيارانو ملکانــــــــــــــــــــــــــــــــو

چي پاچا ستاسي حاکم و مه ټاکلــــــــــــــــــــــــى

تش لاسونه ستاسي ښار ته وم راغلـــــــــــــــــى

ما راوړي وه خالي درې صندوقونــــــــــــــــــــــه

پکښي ځاى مي کړل طلاوي شنه لوټونــــــــه

دوه تر خولې پوري ډکي سوي دريم نيـم دئ

چي له ښاره څخه ځم وخت مي غليــــــــــــم دئ

که دانيم صندوق مي ډک لکه دوه نــور واى

نه رشوت نه به ازار واى نه بـــــــــــــــه زور واى

زه به ستړى واى له نورو رشوتونـــــــــــــــــــــــــــو

قناعت به مي حاصل واى د مالونــــــــــــــــــــــــو

خوشحالي او بېغمي به کور په کـــــــــور واى

نه به غلا نه به رشوت نه شر او شــــــــــور واى

بل حاکم چي تر ما وروستـــــــــــــه را روان دئ

زه ئې پېژنم بلا ستاسي د ځــــــــــــــــــــــــــــان دئ

ورسره دي درې څلور لوى صندقونـــــــــــــــــــه

هم پيسې درڅخه غواړي هم مالونـــــــــــــــــــــــه

يوه سترګه به مو خاندي بلــــــــــــــــــــــــــــه ژاړي

دئ خالي بکسونه ډک درڅخه غــــــــــــــواړي

چي تر ننه راته کړئ ټوله ښـــــــــــــــــــــــــــــــراوي

ښځي نر به سبا کړي راته دعـــــــــــــــــــــــــــــاوي

زه به نه يمه له خدايه به مي غـــــــــــــــــــــــــواړي

زما په ورځو زما په شپو پسي بـــــــــــــــه ژاړي

چي نصيب سي بده ورځ د انسانانــــــــــــــــــــــــو

دعا ګوى وي د زړو کفن کښانـــــــــــــــــــــــــــــــــو

هره ورځ به ئې بدتره تر پـــــــــــــــــــــــــــــــرون وي

هر سبا به نوى نوى شواخـــــــــــــــــــــــــــــــون وي

له بدکارو سره مله به پاچاهـــــــــــــــــــــــــــان وي

پر اولس بانــــــــــــــدي نازل به ظالمان وي[1]))

اوس په پورته نظم کي موږ وينو، چي يوه پېښه يا يو داستان کټ مټ را اخستل سوى نه کوم تشبيهات پکښي سوي دي او نه کومي استعارې پکښي سته، بلکي يوه عامه پېښه يا کيسه ده، منظومه سوې ده او هره برخه او پېښه ئې ځان ته عکس وړاندي کوي، چي نه کوم تغير پکښې دی او نه کوم توپير بلکي يو حقيقت کټ مټ بيان سوى دى.

  1. تمثيل

تمثيل د خپلي مانوي مانا په نظر کي نيولو سره د يو چا، يو شي او يا هم يوې پيښي تقليد او پېښو کولو ته وايي. تمثيل په ادب کي له پيله تر دې دمه د ستېج يا صحنې پر سر د يوې کيسې د عيني وړاندي کولو په مانا چي ننداره کوونکو ته وړاندي کيږي وايي. ډرامه، تمثيل او ننداره درې هغه يو د بل بديلي کلمې دي، چي ټوله د تقليد او پېښو کولو په مانا دي.

په لرغوني پير کي تمثيل يوازي اکټ (پېښې) وې، خو وروسته وروسته له اکټ(پېښو) سره خبري هم يو ځاى سوې. تمثيل يو داسي پېښې کولو ته ويل کېده، چي تر شا به ئې يوه بله خبره پټه وه او يا به ئې يو بل حقيقت بياناوه، يعني لا له پيلو خلګو د ممثلينو له حرکاتو پوهېدل چي د هغوى دا حرکت د څه شي مانا لري او دا د څه شي، مګر کله چي د وخت په تېريدو سره په تمثيل کي خبري ورګډي سوې او له حرکاتو سره به خبري هم کېدلې، نو خلګ به رسا او سيده د ممثيل اصلي هدف ته رسېدل.

په شاعرۍ کي هم تمثيل د پيښو داسي بيانه والو ته وايي، چي د لوستونکي او اورېدونکي په مغز کي هغه پېښه داسي انځور سي، لکه هغه چي ئې په رډو(خلاصو) سترګو ويني. شاعر په خپل کلام کي يوه پېښه يا يو خيال داسي انځوره وي، چي د لوستونکي او اورېدونکي په مغز کي له لوستلو يا اورېدلو سره سمدستي هغه پېښه په ژوندى بڼه تمثيل سي.

په شاعرۍ کي موږ تمثيل د عکسونو او انځورونو مجموعې ته هم ويلاى سو، ځکه هره پېښه څو انځورونه او عکسونه زېږوي. په همدې توګه د څو انځورونو ټولګه يو تمثيل دی، تاسو راسئ دا کيفيت په يوه شعر کي و ګورو:

((شین سپرلی دی سپین سهار دی

یو رنګین کلی د ګلو

په کې شنې کوڅې د پاڼو

د نقاش د لاس هنر دی

چې د څانګو له بامونو

وروي د وږمو پېغلې

د ګلاب د لاس عنبر دی

یوې ګڼې ولې لاندې

څه وریښمینه شان جونګړه

چې پرې سیوری د څېړیو

یو ښایسته شانې وزر دی

په جونګړه کې دننه

ده د دوه مینو ځاله

یوه ښکلې ملکه د پسرلیو

بل د عشق د شینکي کلي جادوګر دی

یو د بل غیږ کې تاوده دي

یو د بل کتو کې ډوب دي

بس د یو بل پر ښایست یې

پریوتلی نن نظر دی

چې ناڅاپه وږمه راغله

د شنو پاڼو په کوڅه کې

 د سندرو او د مینو

څه ښایسته غوندې محشر دی

آهای!

  راغی ملنګ راغی

څه خیرات د حسن راوړﺉ

خدای(ج) مو عشق کې برکت کړه

دا آواز د قلندر دی

نن راغلی د عشق چم ته

شنه قبا یې ده اغوستې

یو کتاب یې دی تر څنګه

کوږ پټکی یې هم پر سر دی

یو ځل بیا په څرخیدو شو

بیا یې درب ورکړ پښې ته

څومره مست مستانه دی

له دنیا نه بې خبر دی

په کچکول کې یې پراته دي

 یو څو مستې خنداګانې

یو څو اوښکې څو آهونه

یو زړګی دی یو خنجر دی

ملنګ درب ورکړ پښې ته

یو ځل بیا په څرخیدو شو

دی د دوو زړونو منځ کې

عجیبه شان سوداګر دی

آهای!

   راغی ملنګ راغی

څه خیرات د حسن راوړﺉ

خدای(ج) مو عشق کې برکت کړه

دا آواز د قلندر دی

د جونګړې له کړکۍ نه

سپینې لېچې را بهر شوې

د مړوند د بنګړو شرنګ شو

مړوند نه دی سپین مرمر دی

سرو منګولو کې نیولي

د پستو زلفو څوتاره

او یوه د غرور نښه

د زړې شملې ریتاړه

دا ساعت له خوشالۍ نه

پر ملنګ لکه اختر دی

ددې هر څه په لیدلو

یو ځل بیا په څرخېدو شو

بیا یې درب ورکړ پښې ته

له جونګړې ګرد را تاو شو

دی یې ستوری عشق یې لمر دی

شین کتاب یې مخ ته پرانیست

ورو یې ځان سره دا وویل

هغه څه مې نن موندلي

چې د ټول ژوندون مقصد مې

د هغو په لور سفر دی

دا څو اوښکې څو آهونه

دغه مستې خنداګانې

دا پرهر پرهر زړګی هم

چې تر څنګه یې خنجر دی

دا د زلفو یو څو تاره

د مغرورې شملې نښه

او شرنګا د شنو بنګړیو

چې له خوبه مرور دی

دا هر څه چې ټول یو ځای کړم

د زردښت اوربلومه

په نڅا به ترې را تاو شم

همدا اور زما کوډګردی

دا هر څه په لمبو سوزم

چې د کرکو طلسمونه

هم د وینو جادو مات شو

د جنګونو تور ښامار ته

ما راوړی سور سقر دی

عشق اوله قرباني ده

عشق اوله قرباني ده

یو ځل بیا په څرخېدو شو

بیا یې درب ورکړ پښې ته

آهای ولاړه ملنګ ولاړه

چا خیرات د حسن ورکړ

خدای (ج) مو عشق کې برکت کړه

دا آواز د قلندر دی

چې د عشق پر کلي سر دی

دې کوڅې نه خدای خبر دی

چې په کوم لور یې سفر دی

شین سپرلی دی سپین سحر دی[2]))

اوس تاسو په پورته شعر کي وينئ، چي څونه انځورنه او عکسونه موجود دي، د انځورونو او عکسونو تر تشريح او در پېژندلو ځکه ګام اړوم چي مخکي مو ښائيسته ډېر بحث ورباندي کړى دى، مګر په مجموع کي موږ وينو چي څو تمثيلي برخي پکښي موجودي دي او خپله په مجموع کي ټول شعر د يوې تخيولي پيښي تمثيل دئ.

د تمثيل په تعريف کي يو بل شى هم د پاملرني وړ دى، هغه دا چي په تمثيل کي په مجموع کي ډايلوګونه يا خبري اتري وي، مګر موږ په پښتو شاعرۍ کي وينو چي دا ډول نظمونه په پښتو کي يو خورا لوى ځان ته برخه جوړه وي او د پښتو شاعرۍ ډېره برخه تشکيلوي او هم په ادبي جوړښتونو کي موږ يو خاص داسي جوړښت لرو، چي د دې برخي په نامه (سوال او جواب) چي خپله بيرته همدا خبري اتري ورڅخه راوزي ياديږي. د دغه ډول شعرنو يا نظمونو يوه بېلګه دا ده:

((ما ته ملا ماته مي پير ويلـــــــــــي

ماته د ټول جهاد امير ويلـــــــــــــــــــي

د کتاب توري ئې په ځير ويلـــــــــــي

هر څه ئې زما له پټ ضمير ويلـــــــي

پر کلي کورباندي فرنګ راغلــــــى

لښکر د کفر بيا په جنګ راغلــــــــى

وخت د غزا او د غورځنګ راغلـى

زړو وسلو ته نوى شرنګ راغلـــــى

وخت د جهاد او پاڅېدو راغلــــــــى

د جنګ ميدان ته دورتلو راغلــــــى

د سره کفن د اغوستو راغلــــــــــــــــى

د خپلو وينو توئېدو راغلـــــــــــــــــــى

د مدرسو څخه غازيان راوځـــــــــــي

تنکي زلمي او ماشومان راوځـــــي

جنګ ته روان دي د اسلام پوځونه

کفن په غاړه شهيدان راوځـــــــــــــــي

د دين دښمن دي ورکومه درڅخـــه

موري رخصت راکوه ځم درڅخــــــه

زويه دا کونډه مور دي چا ته پرېــږدې

هغه رنځوره خور دي چا ته پرېـــــــږدې

هغه ماشوم ورور به دي مري له لوږي

دا نړېدلى کور دي چا ته پرېــــــــــــــږدې

سپيني شيدې مي درکولې زويــــــــــــــــــه

په رنځور ځان به مي روزلې زويــــــــــــــــه

چي اوږدې شپې مي روڼولې زويــــــــــــه

چي مدرسو ته مي لېږلې زويــــــــــــــــــــــــه

ما ويل زوى به مي ډاکټر سي راتـــــــــــــه

له ښو او بدو به خبر سي راتــــــــــــــــــــــــــــه

يا به ما مور يا به افسر سي راتــــــــــــــــــــه

د درد او رنځ مخ ته به سپر سي راتـــــــــــه

ته چي مي لوى کړې ليونى سوې ولـــي

له خپل کهول څخه پردى سوې ولــــــــــي

دا ګډي وډي دي له چا زده کــــــــــــــــــــړي

لکه چرسي او سارانى سوې ولــــــــــــــــي

ما په پلو قسم درکړى مه ځــــــــــــــــــــــــــــــه

زويه د خداى روى مي دروړى مه ځــــــه

موري حکمونه له اسمانه راځــــــــــــــــــــي

له کتابونو له قرانه راځــــــــــــــــــــــــــــــــــــــي

د دين او خاوري دښمنان راغلــــــــــــــــــي

ږغ د جهاد له هر آذانه راځـــــــــــــــــــــــــــــــي

د شهادت مقام ګټمه ځمـــــــــــــــــــــــــــــــــــه

سر مي تر دين قربانومه ځمــــــــــــــــــــــــــــه

خپله وعده پوره کومه ځمـــــــــــــــــــــــــــــــــه

تاسي پر خداى باندي سپارمه ځمــــــــــه

ځمه د خداى په لار کي ځان وژنمـــــــــــــه

څو بې ايمانه کافران وژنمـــــــــــــــــــــــــــــــه

ځاله د شر او د شيطان سوځــــــــــــــــــــــوم

څو منافق او بې دينان وژنمــــــــــــــــــــــــــــه

ما په سينه پوري مرګى تړلــــــــــــــــــــــــــــى

زما په تندي کي شهادت ليکلـــــــــــــــــــى

په قواله مي دئ جنت ګټلــــــــــــــــــــــــــــــــى

ما مي تقدير د خپل خالق منلــــــــــــــــــــــى

پيوند د ميني مي شلوم درڅخـــــــــــــــــــــه

موري رخصت راکوه ځم درڅخــــــــــــــــــه

بلا دي واخلم مېړنيه زويــــــــــــــــــــــــــــــــــــه

زما نازولې زما زلميه زويــــــــــــــــــــــــــــــــه

د ابا مېنه دي ستا لاس ته ګـــــــــــــــــــوري

په زړه غښتلې تورياليه زويـــــــــــــــــــــــــــه

ځان تر قيامته بېلوم درڅخـــــــــــــــــــــــــــــــه

موري رخصت راکوه ځم درڅخــــــــــــــــــه

 

زويه د خداى روى مي دروړى مه ځه!!!

موري رخصت راکوه ځم درڅخــــــــــــــــــــــه

زويه د خداى روى مي دروړى مه ځه!!!

موري رخصت راکوه ځم درڅخـــــــــه[3]))

پورته نظم چي د کوثر کتاب له يوه اوږده نظم څخه يوازي څو برخي راخستل سوي دي تاسو و کوت و مو ليدلي چي يو داسي نظم دى چي تر پايه د خبرو اترو په څېر ليکل سوى دى، نو د دا او دې ته ورته شکل ته تمثيل وايي.

:راز او نياز(٢٣٦، ٢٣٧، ٢٣٨او ٢٣٩ مخونه)[1]

:لمن دي و نيسه چي زړه در واچومه(٩٥، ٩٦، ٩٧، ٩٨ او ٩٩ مخونه) [2]

:کوثر(١٢٩، ١٣٠، ١٣١، ١٣٢، ١٣٣، ١٣٤، ١٣٥، ١٣٦ او ١٣٧ مخونه)[3]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب