د جهل او علم تر منځ مبارزه د ادمه تر دې دمه روانه ده. کله علم او کله جهل غالب وي. خو که د دنیا تحولاتو او د اسلام له نظره تاریخ ته وګورو نو جهل هیڅکله علم له منځه وړلې نه شي او پدیتوګه د علم په ذریعه جهل ختم شوې او مغلوب شویدی. جهل کله کله سر راپورته کوي خو د علم زور ابدي او دایمي وي او جهل د هرزه ګیاو په شان په یوه سپری له منځه ځي او وچیږي.
د علم او ملي هویت په ضد د طالبانو کړنې لکه د نجونو د ښوونځیو بندول، د اساسي قانون نه شتون، د ملي بیرغ ښکته کول او داسې نورې کړنې د دې سبب شولې چې د طالبانو محبوبیت د پخوا په پرتله د افغاناتو او هم د سیمې او نړۍ په کچه ډیر کم شوې دی. همدا علت دی چې طالبان تر اوسه ملي او نړیوال مشروعیت نه لري او حتی د طالبانو په لیکو کې هم ډیر مشران د طالبانو د مشرتابه د دغه کړنو نه نا راضه دي او دا د دوی د زوال نښې ګڼي.
ننګرهار او په ټوله کې مشرقي چې د علم او فرهنګ ټاټوبۍ دی، د استقلال سلمې کلیزې په ویاړ، د ننګرهار د ولسونو او د هغه وخت د ادارې فعالیتونه د افغانستان نورو سیمو لپاره مخکښ رول درلود چې په افغانستان کې یې ملي احساس دومره راژوندی کړ چې په لسیزو یې څوک وژلې نه شي.
د همدغه کمپین نه وروسته، کلدارې بندې او افغانۍ چې د یو هیواد ملي هویت و، رواج شولې. د غازي امان الله خان او پاچا خان مقبرې جوړلې او د امنیت د ښه کیدو سره په لس ګونو نورې پروژې پیل او ځینې یې تکمیل هم شولې.
دا چې نن سبا په ننګرهار او ځینو نورو سیمو کې ځایي افراطي طالبانو د تاریخي تابلو ګانو مسخ کول او د تاریخي ځایونو د نومونو بدلول پیل کړیدي، دا ډول کړنې څه ګټه دوی ته نه لري. دا ډول کړنې نور هم د افغانانو احساس راژوندی کوي او د طالبانو د حاکمې ډلې په وړاندې کرکه د افغانانو په منځ کې زیاتوي.
دغازي امان الله خان او همداشان د پاچا خان مینه د اکثریت افغاناتو په زړونو کې ثبت ده او دا مینه طالبان او نور امثالهم لنډغر د تابلو ګانو په سپینولو، د تاریخي ځایونو د نومونو په بدلولو او تاریخ په تحریفولو سره څوک د افغانانو د زړونو نه پاکولې نه شي.
زه حیران دې ته یم چې ځینې لنډغر فرهنګیان او لیکوالان د طالبانو کړنې تایدوي او د طالبانو نه دفاع د ژبې په اساس کوي. که پخواني ځینو جنګسالارانو او په نامه فرهنګیانو چې افغاني هویت نه مانه، د هغوي او طالبانو د حاکمې ډلې تر منځ توپیر په څه کې دی؟
بد بد دي او که هغه د هر ژبې ویونکې وي، باید وغندل شي نه دا چې د یو بد په عوض د بل بد ملاتړ وکړې وشي.
لکه پخوا مې هم لیکلي و چې د جنګي لنډغرو نه په نامه فرهنګي لنډغران ډیر د ټولنې لپاره په ضرر دي ځکه دوی د نفرت تخم شیندي او د لنډغرو د رشد لپاره زمینه مساعدوي.
شاه محمود میاخیل د جمهوري غوښتونکو خوځښت دسیاسي چارو مشر او د ننګرهار پخوانې والي