شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهپه لوګر کې د ماین چاودنې ۴ ماشومان ووژل

په لوګر کې د ماین چاودنې ۴ ماشومان ووژل

تاند (شنبه، د سرطان ۱۶ مه) د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د هاوان د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي او یو ټپي دی.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې چاودنه نن غرمه د دغه ولایت په مرکز پل علم کې شوې ده.

دخبرځاى پر اساس: د وژل شویو ماشومانو عمرونه د اوو او ١٣ کلونو ترمنځ وو.

افغانستان لا هم د جګړو او ځمکنيو ماينونو له پاتې شونو ډک دى، او هر څه موده وروسته د دغو ماینونو او ناچاودو وسیلو په چاودنو کې په ځانګړي ډول ماشومانو ته ډېرې مرګ ژوبلې اوړي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) ویلي و چې په افغانستان کې د ماینونو او نورو چاودونکو وسیلو ډېری قربانیان ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو د اوچا د راپور له مخې، په افغانستان کې نژدې ۶۰۶ کیلومتره مربع ځمکه په ماینونو او چاودیدونکو توکو ککړه ده چې د خلکو ژوند ته لوی ګواښ دی.

1 COMMENT

  1. یوه خبره چې دا ټول ماینونه د پخواني شوروي د وخت یادیږي. هیڅکله هم نه مجاهدینو او نه هم طالبانو له پاکستان څخه ماینونه نه دي راوړي. نه یې هم پلونه او پلګوټې پرې الوزولي دي. مرګ په شورویانو او د هغوئ په ګوډاګیانو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب