شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهپه ۴ ورځو کې له ایران او پاکستانه ۱۲ زره کډوال هیواد...

په ۴ ورځو کې له ایران او پاکستانه ۱۲ زره کډوال هیواد ته راستانه شوي

تاند (شنبه، د سرطان ۱۶ مه) د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو څلورو ورځو کې شاوخوا ۱۲۰۰۰ افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته دیپورت یا په خپله خوښه ستانه شوي دي.

دغه وزارت ویلي چې په دې موده کې ۱۱۹۹۷ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي چې ځینې یې په خپله خوښه له ایرانه وتلي دي. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، ۱۳۵۲ تنه له پاکستان او ۱۰۶۴۵ تنه له ایران څخه راستانه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر اساس، ۷۸۱ کډوال د تورخم له لارې او ۵۷۱ د سپین بولدک له لارې راستانه شوي.

په همدې حال کې ۷۱۲۵ تنه مهاجر د هرات د اسلام کلا له لارې هیواد ته داخل شوي او ۳۵۲۰ تنه د نیمروز ولایت د ورېښم پُل له لارې هیواد ته راستانه شوي دي.

پاکستان په وروستیو کې اعلان وکړ چې شاوخوا ۸ لکه کارت لرونکي افغان کډوالو له خپلې خاورې باسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب