شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهد ملا هبت الله لخوا د کابل رژیم په چارواکو کې یو...

د ملا هبت الله لخوا د کابل رژیم په چارواکو کې یو شمېر مهم بدلونونه

تاند (شنبه، د سرطان ۱۶ مه) د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخوند زاده د دوی د رژیم په کابینه او یو شمېر مهمو څوکیو کې د چارواکو د بدلون امر کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد  دا بدلونونه په دې ډول یاد کړي:

۱. د افغانستان بانک مخکنی سرپرست ملا هدایت الله بدري، دکانونو او پټرولیم وزارت دسرپرست په توګه.

۲. د افغاني سرې میاشتي مخکنی مرستیال ملا نورالدین ترابي، د پېښو په وړاندي دمبارزې ملي ادارې دسرپرست په توګه.

‏۳. د کانونو او پټرولیم وزارت مخکنی سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست په توګه.

۴. د افغاني سرې میاشتې ټولنې مخکنی سرپرست مولوي مطیع الحق خالص، د چاپیریال ساتني ادارې د سرپرست په توګه.

۵. د افغانستان بانک مخکنی لومړی مرستیال نور احمد اغا، د افغانستان بانک د سرپرست په توګه.

۶. د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د صنعت او سوداګرۍ چارو مخکنی معین مولوي قدرت الله جمال، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین په توګه.

۷. د استخباراتو عمومي ریاست، د اقتصادي فساد سره د مبارزې ریاست مخکنی رئیس مولوي احمد الله زاهد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د صنعت او سوداګرۍ چارو د معین په توګه.

۸. د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مخکنی سرپرست حافظ عزیز الرحمن، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال په توګه.

۹. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ګرځندوی، مالي او اداري مخکنی معین ملا سعدالدین، د چاپيریال ساتنې ادارې د مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکل شول.

په دغو بدلونونو کې تر ټولو مهم بدلون له کانونو او پټرولیم وزارت څخه د شېخ شهاب الدین دلاور بدلول دي.

هغه د طالبانو د یو شمېر منتقدانو لخوا بیا- بیا د کانونو په فساد او حیف و میل تورن شوی و، چې دا تورونه یې رد کړي وو.

3 COMMENTS

  1. ازای کورد شالي به او کورد شالي ، کش اش کو به خوشالي ( خوشحالي )
    اسلامي حمار ده نو ، سړی به څه پکې ووایی .
    نور څه شی غواړئ ؟

  2. ولې نه وایې چې پنجابي ای اس ای نوې ګمارنې وکړې. طالبه مخکې خو امریکا په ډکه وهلی وې او په دوه ورځو کې یې جارو کړئ، مګر اوس ورو ورو ستاسو پنجابیت څرګندیږي او ملت خبریږي. یو ثبوت یې د غازي امان الله خان عکس رنګول دي او که چیرته ملت کې غیرت پیدا شو او راویښ شو نو بیا خپله پوهیږې چې د ولس زور د خدای زور دی. د تل لپاره به د ملا او طالب نوم ورک شي انشاالله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب