پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهزندان کې د عمران خان د نه خوړو د اعتصاب پيلولو خبرداری

زندان کې د عمران خان د نه خوړو د اعتصاب پيلولو خبرداری

تاند (یکشنبه، د سرطان ۱۷ مه) د پاکستان پخواني صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند رهبر عمران خان، چې د فساد او له واکه د ناوړه استفادې په تور بندي دی؛ په زندان کې د نه خوړو د اعتصاب خبرداری ورکړی.

نوموړي ویلي، چې د پاکستان پر قاضي القضات  قاضي فایز عیسا بې باوره دی او د ده د قضیې په اړه یې پرېکړې د پوښتنې وړ ګڼي.

عمران خان ویلي، چې ژر به خپلو وکیلانو سره له سلا مشورو وروسته د نه خوړو د دغه اعتصاب نېټه اعلان کړي.

څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوې ادارې په زندان کې د عمران خان د وضعیت په اړه نیوکه کړې وه، چې د پاکستان حکومت یې نیوکې رد کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...