یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهپاکستان: دوحه کې طالب پلاوي زموږ خلاف د افغان خاورې د نه...

پاکستان: دوحه کې طالب پلاوي زموږ خلاف د افغان خاورې د نه کارېدو ژمنه راکړه

تاند (یکشنبه، د سرطان ۱۷ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياندې ممتاز زهره بلوچ ویلي، چې د دوحې ناستې په څنډه کې د طالبانو د رژیم پلاوي پاکستاني لوري ته ډاډ ورکړی، چې افغان خاوره به د پاکستان خلاف نه کارول کیږي.

نوموړې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د طالب رژیم پلاوي سره د پاکستان د ځانګړي استازي آصف علي دراني د لیدنې یادونه کړې، چې پکې طالب لوري د پاکستان خلاف د افغان خاورې د نه کارېدو خبره کړې ده.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو مخکې یې رد کړې چې ګواکې افغان خاوره د پاکستان یا بل کوم هېواد خلاف کارول کیږي.

پاکستانۍ ویاندې دا ځل ویلي، چې دوی د طالبانو د خبرو پر ځای د عمل لیدو په هیله دي.

په وروستیو کې پاکستان کې بریدونه زیات شوي، چې دغه هېواد یې ملامتي تر ډېره د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي په ډلې اچوي.

پاکستان دا ادعا هم لري، چې یاده ډله افغانستان کې پټنځایونه لري، خو طالب رژیم او افغان شنونکي دا ادعا بې اساسه ګڼي.

2 COMMENTS

  1. کچنی تاسی تیرو افغان حکومتونو ته د نه لاسوهنی او نه کاریدو ژمنه نه ورکوله؟
    دا جهادیان ، طالبان ، داعشیان او حقاني شبكه أو داسى نورى بهرنى دلى مو حه ته ساتلى وى؟ هسى دودى مو پری خورله او که وسلی او د حانمرگو بريدونو واسكتونه مو حه ته وركول؟

  2. ولې نه وایی چې مونږ خپله ځان ته ژمنه ورکړه خو له تاسو به دا ژمنه څوک اخلي چې افغانستان کې به مداخلت نه کوئ ځکه طالب خو د پنجاب بچی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب