یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې پر ټول ګډونه حکومت جوړیدو د چین او تاجکستان ټینګار

افغانستان کې پر ټول ګډونه حکومت جوړیدو د چین او تاجکستان ټینګار

تاند (یکشنبه، د سرطان ۱۷ مه) د چین او تاجیکستان ولسمشرانو شي جن‌پینګ او امام علي رحمان په افغانستان کې د قومي، مذهبي او سیاسي استازو په ګډون د یوه ټول‌ګډوني حکومت له جوړېدو ملاتړ څرګند کړی دی.

ویل شوي، چې دا ملاتړ او ټینګار په هغه اعلامیه کې څرګند شوی چې چین ته د امام علي رحمان د سفر په مناسبت دواړو هېوادونو خپره کړې ده.

په ګډه اعلامیه کې ټینګار شوی چې یو خپلواک، بې پرې، ټولګډونه او سوله ییز افغانستان چې له ترهګرۍ، جګړې او  نشه یي توکیو پاک وي، د افغانستان او سیمې د خلکو د ګډو ګټو په ګټه دی.

د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي:«چین او تاجیکستان د جمعې په ورځ په افغانستان کې د ټولو قومي، مذهبي او سیاسي ډلو د استازو په حضور سره د یوه ټول‌ګډوني حکومت له جوړېدو خپل ملاتړ څرګند کړ. دواړو لورو یوځل بیا ټينګار وکړ چې خپلواک، بې‌پرې، متحد، پراخ‌بنسټه،  سوله‌ییز افغانستان چې له ترهګرۍ، جګړې او نشه‌يي توکو پاک وي او له خپلو ګاونډیو سره په سوله او همغږۍ کې ژوند وکړي، د افغانستان د خلکو او د سیمې د نورو هېوادونو د ګډو ګټو په ګټه دی.»

په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم دغې غوښتنې ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد د ټول شموله حکومت جوړولو په اړه د شانګهای سازمان غوښتنې ته په غبرګون کې ویلي وو، چې بهرنیان دې په دې اړه نظر نه ورکوي، ځکه دا د افغانستان کورنۍ موضوع ده.

مجاهد ویلي: د ټولګډوني حکومت موضوع یوه کورنۍ موضوع ده، افغانان په هر حالت کې خپلو ملي ګټو ته په پام سره پرېکړه کوي. ګاونډي هېوادونه او لرې او نږدې هېوادونه باید د هغو مسایلو په اړه خبرې وکړي چې له افغانستان سره یې د اړیکو پورې اړه لري.

ورته غوښتنې مخکې هم د طالبانو له رژیم څخه شوي، چې د دوی غبرګون ورته همداسې و .

یو شمېر افغان شنونکي بیا باور لري، چې د ټول شموله حکومت پر ځای افغانستان قانونمند او منتخب نظام ته اړتیا لري، چې د بهرنیانو او کورنیو زورواکو له فشار پرته پکې افغانان خپله پرېکړه وکړي او خپل برخلیک وټاکي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب