چهارشنبه, دسمبر 11, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان ۲۳ ټنه انار قزاقستان ته صادر کړل

افغانستان ۲۳ ټنه انار قزاقستان ته صادر کړل

تاند (دوشنبه، د عقرب ۷ مه) د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې د کندهار ۲۳ ټنه انار قزاقستان ته صادر شوي دي.

وزارت ویلي چې دا انار د تورغونډۍ بندر له لارې د قزاقستان الماتي ښار ته لیږل شوې ده.

وزارت یادونه کړې، سره له دې چې د دوی حکومت تر اوسه د قزاقستان په شمول هیوادونو په رسمیت نه دی پېژندلی، خو له سیمه‌ییزو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې یې دوام لري.

قزاقستان طالبان د ترهګرو ډلو له لېست څخه ایستلی دی، او دا ګام یې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د اسانتیا لپاره اخیستی دی.

د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د کندهار دفتر په وروستیو کې راپور ورکړی چې د روان کال په ترڅ کې له دې ولایت څخه ۶۰۱۵ ټنه انار صادر شوي، چې ټول ارزښت یې ۳.۸۶۸ میلیون ډالرو ته رسېږي.

په الماتي کې د قزاقستان او افغانستان د سوداګرۍ په یوه وروستي فورم کې، د قزاقستان د کرنې مرستیال وزیر یربول تاسژوریکوف د کرنیزې همکارۍ اهمیت ته اشاره وکړه، او ویې ویل چې د تېر کال سوداګریز حجم د دواړو هېوادونو ترمنځ ۵۶۷.۵ میلیون ډالر و، چې له دې جملې څخه ۵۴۷ میلیون ډالر د قزاقستان صادرات افغانستان ته جوړوي.

تاسژوریکوف څرګنده کړه چې له افغانستان سره د قزاقستان د سوداګري راکړو ورکړو د ارزښت کچه تر یو میلیارد ډالرو پورې رسیدای شي.

خو قزاقستان ته د افغانستان د غنمو صادرات کم شوي، او د تیر کال پرتله په ۲۰۲۳ کال کې ۵۳ سلنه ټیټ شوي، چې د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې یوازې ۶۹ زره ټنه صادر شوي دي. په مجموعي توګه، د ۲۰۲۳ کال په لومړیو اتو میاشتو کې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري ۳۳۰.۷ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب