پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان او پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ خلاف واکسین پیل...

په افغانستان او پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ خلاف واکسین پیل شو

تاند (دوشنبه، د عقرب ۷ مه) په افغانستان او پاکستان کې، چې د پولیو ویروس لا هم پکې محوه شوی نه دی، نن (دوشنبه) ماشومانو ته واکسین ورکول کېږي.

د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې تر ۵ کلونو کم عمره ماشومانو ته پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین ورکولو کمپاین په داسي حال کې پیل شو چې سږ کال تراوسه پورې په دط هیواد کې لږترلږه د پولیو ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

په پاکستان کې هم نن ۴۵ میلیون تر ۵ کلونو کشرو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکولو کمپاین پیل شو. په دغه هیواد کط د روان میلادي کاله له پیله تر دې دمه د پولیو ۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي: «په دې کمپاین کې به، چې ۳ ورځې به ادامه ولري، پر ۶ میلیونه او۲ سوه زره هغو ماشومانو به چې عمرونه یې تر ۵ کلونو کم دي، واکسین ورکړل شي. له قومي مخورو، علمای کرامو او په سیمه کې له بانفوذو اشخاصو مو هیله ده، چې په سیمه کې د واکسین له ټیمونو سره مرستندوی وي، چې د پولیو واکسین په سمه توګه تطبیق شي.»

تېره میاشت د افغانستان په څو ولایتونو کې د دغه کمپاین ځینو رضاکارانو ویلي وو، چې دغه بهیر له تېرو دوو میاشتو راهیسې د نامعلوم دلیل له امله درېدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب