جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبانو په ۳ ولایتونو کې د پخوانیو سرتېرو بایومیتریک پیل کړی

طالبانو په ۳ ولایتونو کې د پخوانیو سرتېرو بایومیتریک پیل کړی

تاند (دوشنبه، د عقرب ۷ مه) ځایي سرچینې وايي چې طالبانو په کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو کې د پخوانیو سرتېرو د بایومتریک بهیر ظاهراً په دې هدف پیل کړی چې هغو ته د دوو میاشتو معاشونو ورکړي.

سرچینې زیاتوي چې د پولیسو په شمول په کندهار ولایت کې یو شمېر پخواني سرتیري بایومتریک شوي دي.

د سرچینو په وینا، ټول هغه سرتېري چې د پخواني حکومت په کورنیو چارو وزارت پورې تړلي وو، د دوو میاشتو مالي امتیازونه به ترلاسه کړي.

سرچینې څرګندوي چې د پخوانیو سرتېرو ټولې کورنۍ او په دندو پورې اړوند معلومات په بایومتریک سیستم کې ثبتېږي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه رسماً څرګندونې نه دي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب