پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهد ایران له کرمان ولایت څخه ۳۸ زره افغان کډوال ایستل شوي

د ایران له کرمان ولایت څخه ۳۸ زره افغان کډوال ایستل شوي

تاند (دوشنبه، د عقرب ۷ مه) د ایران په جنوب ختیځ کرمان ولایت کې نژدې ۳۸,۰۰۰ بې اسناده افغان اتباع نیول شوي او بېرته خپل هېواد ته استول شوي دي.

دا خبره د کرمان د پولیسو عمومي قوماندان جنرال ناصر فرشید د دوشنبې په ورځ اعلان وکړه.

نوموړي په دې ولایت کې له چارواکو سره د غونډې پر مهال د سیمه‌ییزو سوداګریو د همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ، څو ناقانونه بهرني اتباعو ته کار ورنه کړي.

ایراني رسنۍ وايي، کرمان د ایران له هغو ولایتونو څخه دی چې له افغانستان څخه د ناقانونه کډوالۍ له امله له سترو ننګونو سره مخامخ دی او له کبله یې د نفوس شمېر او بیکاري ډېره شوې ده.

له کرمان څخه د ۳۸ زره افغانانو ایستل د ایران د حکومت د هغه هدف د پوره کولو د هڅې برخه ده چې غواړي تر نوي لمریز کال وړاندې (د مارچ تر ۲۰ نېټې) پورې ۲ میلیونه بې اسناده کډوال بېرته واستوي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر تېره میاشت وویل چې تر نوي لمریز کال پورې به دوه میلیونه افغانان له خپلې خاورې وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب