پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهازبکستان وايي، افغانستان حق لري چې د امو دریا له اوبو استفاده...

ازبکستان وايي، افغانستان حق لري چې د امو دریا له اوبو استفاده وکړي

تاند (دوشنبه، د عقرب ۷ مه) د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي “عصمت‌الله ایرگاشف” وايي چې هیواد یې له افغانستان سره یو ګډ کمیسیون جوړ کړی چې د “قوش تېپې” کانال د جوړېدو او د آمودریا له سیند څخه د اوبو حق په اړه خبرې وکړي.

ایرگاشف په دې ټینګار وکړ چې د آمودریا د اوبو د حق په اړه له طالبانو سره هېڅ مخالفت نه لري او زیاته یې کړه: د افغانستان خلک حق لري چې د آمودریا د سیند له اوبو څخه استفاده وکړي. زموږ ترمنځ هېڅ ستونزه نشته.

د “آکی‌پرس” د راپور له مخې، د ازبکستان ځانګړي استازي زیاته کړه، مسئله دا ده چې کوم هېواد به څومره ګټه ترې اخلي او همدارنګه د سیند لږ ژوروالي ته په پام به د اوبو سهمیه ټاکل کیږي.

د قوش تېپې کانال د افغانستان اوبو تر ټولو ستره مصنوعي اوبلاره ده چې د آمودریا سیند د اوبو د انتقال لپاره جوړېږي.

دا کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰۸ متره سور، او ۸.۵ متره ژوروالی لري، چې پیل یې د بلخ ولایت له کلدار ولسوالۍ څخه کېږي او د فاریاب ولایت تر اندخوۍ ولسوالۍ پورې اوبه رسوي.

افغانستان او د منځنۍ آسیا هېوادونه د اوبو د حق د وېش په اړه په خپل منځ کې کومه موافقه نه ده لاسلیک کړې، او د نړیوالو قوانینو له مخې، افغانستان د منځنۍ آسیا د دریو هېوادونو په اندازه د آمودریا له اوبو څخه د استفادې حق لري.

د ځینو اټکلونو له مخې، د قوش تېپې کانال تر بشپړېدو او ورڅخه د عملي کار له اخیستو وروسته به ازبکستان او ترکمنستان د امو دریا ۱۵ سلنه اوبه له لاسه ورکړي.

1 COMMENT

  1. هههههههههه
    وهههههههههههه
    ههههههههههههههه
    بیا هههههههههه
    او بیا هههههههههههه
    او په اخر کې یو وار بیا هههههههههههه
    یعنې د تاند غوندې معیاري او په تول برابر پښتو وېب سایټ هم داسې ښکاره غلطۍ کوي؟!
    د امو دریا سیند هههههههه
    وا د خدای بنده ګانو نو چې سیند ذکر کوئ بیا دریا ته څه ضرورت؟ خو پاړسیوانان ورته دریا وایي امو دریا او مونږ ورته سیند آمو سیند وایو. که نشوئ پوه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب