سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د«ټي ټي پي» حضور رد کړ

ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د«ټي ټي پي» حضور رد کړ

تاند ( دوشنبه د عقرب ۱۴مه) د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان ادعا چې په افغانستان کې د ټي ټي پي غړي حضور لري ردوي.

مجاهد وایي دوی هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي، چې له افغان خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې ناسمه ګټه واخلي.

نوموړی زیاتوي، چې د پاکستاني طالبانو مسله اوسنۍ نه؛ بلکې له تېرو شلو کلونو راهیسې په وزیرستان او د پاکستان په نورو سیمو کې حضور لري.

د طالبانو حکومت په ځلونو ادعا کړې چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان له خاورې د نورو هيوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان پر وړاندې ناسمه ګټه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي استازي مرستیال عثمان جادون ادعا کړې وه چې افغانستان د تروریزم پر مرکز بدلېدونکی دی.

هغه زیاته کړې، چې د پاکستاني طالبانو تحریک په افغانستان کې حضور لري او له دې ځایه پر پاکستان بریدونه کوي.

دا هغه ادعاوې دي، چې په ځلونو د پاکستان له لوري کیږي او د طالبانو د حکومت له لوري ردېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب