سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد امریکا پراختیايي ادارې د افغانستان زغفرانو ته کالنی قراداد ثبت کړ

د امریکا پراختیايي ادارې د افغانستان زغفرانو ته کالنی قراداد ثبت کړ

تاند(دوشنبه، د عقرب ۱۴ مه) د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) اعلان وکړ چې د پاریس د ۲۰۲۴ کال په نندارتون کې یې د افغانستان د ۶۰۰ کیلوګرامه زعفرانو د پلورلو قرارداد ثبت کړی دی.

د دې ادارې په وینا، د دې کلني قرارداد ارزښت یو میلیون او اویا زره ډالرو ته رسېږي.

د دوشنبې په ورځ، د عقرب په ۱۴مه، دې اداره وویل چې دا قرارداد به په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان د زعفرانو مقام لوړ کړي او د دغه هېواد د خلکو د ژوند له ښه کېدو سره به مرسته وکړي.

یو ایس اید یا د امریکاد نړیوالې پراختیا ادارې په دې اړه پر خپله ایکسباڼه یا پخواني ټویټر، لیکلي: «زعفران د افغانستان زعفرانو په نړیوالو نندارتونونو کې د لویو پیرودونکو پام ځان ته اړولی دی.

طالبانو اعلان کړی چې د کوکنارو پر کر کیله له بندیز وروسته، په افغانستان کې په ۲۶ ولایتونو کې د زعفرانو کر زیات شوی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د روان کال په ثور میاشت کې ویلي و چې په ۱۴۰۲ کال کې افغانستان ۶۷ ټنه زعفران، چې ارزښت یې ۴۹ میلیون ډالرو ته رسېږي، ۹ بېلابېلو هېوادونو ته صادر کړي دي.

په بلجیم کې د «خوند» نړیوال انستیتوت هم د روان کال په جوزا کې اعلان وکړ چې د هرات زعفران له لابراتواري ازموینو وروسته د خوند له نظره لومړی مقام ګټلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب