سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهله ایران څخه شړل شوي ۱۶۰۰ بې سرپرسته ماشومان خپلو کورنیو ته...

له ایران څخه شړل شوي ۱۶۰۰ بې سرپرسته ماشومان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

تاند (سې شنبه، د عقرب ۱۵ مه) د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ د افغانستان د کلیو د بیارغونې انستیتوت له ایران څخه ۱۶۰۰ راستنو شویو بې سرپرسته ماشومانو ته زمینه برابره کړه چې له کورنیو سره یو ځای شي.

د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست مشر حافظ میرزا محمد ابو منصور، د غیر قانوني ماشومانو مهاجرت یوه جدي ستونزه وبلله، ویې ویل چې ډیری ماشومان په خپل سر یا له لویانو او له قانوني اسنادو پرته مهاجرت کوي.

هغه ټینګار وکړ چې د سرحدي مدیریت په جوړښت کې نیمګړتیاوې او د کورنیو ناکافي څارنه د دې لامل شوې چې هر کال زیات شمېر ماشومان په غیر قانوني توګه مهاجرت وکړي.

د ټولنیزو چارو د همغږۍ عمومي مدیر عبدالقادر نظري هم وویل چې د افغانستان د کلیو د بیارغونې انستیتوت ټول عملیات د کار او ټولنیزو چارو ریاست له خوا نژدې څارل کېږي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دغه ماشومان په خوندي ډول خپلو کورنیو او خپلوانو ته ورسول شي.

افغانان له ډیرو کلونو راهیسي د اقتصادي ستونزو له کبله ګاونډیو هیوادونو ته پناه وړي خو په وروستیو څه باندې څلورو کلونو کې چې اقتصادي وضعیت خورا خراب شوی دی، د دې ډول مهاجرتونو بهیر په بط ساري ډول زیات شوی دی.

د ملګروملتو د کډوالۍ د نړیوال سازمان پر اساس په تېرو څه باندې ۳ کلونو کې شاوخوا ۸ میلیونه افغانان له افغانستانه وتلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب