سه شنبه, مې 7, 2024
Homeروغتیاد شکر ناروغۍ نښې، ډولونه او پرهېږ

د شکر ناروغۍ نښې، ډولونه او پرهېږ

د نوومبر ۱۴ په نړۍ کې د شکرې ناروغۍ نړیواله ورځ ده. ملګرو ملتونو له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۳ کال پورې، د دې ورځې شعار، مرستو ته د شکرې ناروغانو لاسرسی، ټاکلی دی.

د شکر مهمې نښې

۱ـ ډېره تنده او زياتې تشې متيازې کول:

کله هم داسې شوي چې تشناب ته له معمول څخه زیات ورځئ؟ کله مو فکر کړی چې د ورځې ډېره برخه په تشناب ته تګ تېروئ؟

کله چې مو په وينه کې ګلوکوز زيات شي نو په طبيعي ډول مو تشې متيازې هم زياتيږي او بيا به نو تشناب ته له معمول څخه ډېر ورځئ. همدارنګه که چيري ستاسې په کافي اندازه انسولين توليد نه کړي او که يې توليد هم کړي خو حجرات يې په مقابل کې کافي غبرګون ونه ښيې؛ نو بيا مو ګردې هم ګلوکوز له وينې نشي فلتر کولی. بيا به مو ګردې د ګلوکوز د رقيق کولو لپاره له وينې څخه اوبه واخلي چې په دې سره مو مثانه ډکيږي او تشناب ته به له معمول څخه ډېر ورځئ.

۲ـ شديده لوږه:

کله مو چې په وينه کې انسولين په سمه توګه کار ونه کړي او يا هم وينه کې موجود نه وي؛ نو بيا مو د بدن حجراتو ته په کافي اندازه انرژي نه رسيږي، په دې وخت کې مو بدن غبرګون ښيې څو نوره انرژي ورته پيدا کړئ. همدا سبب دی چې بيا د لوږې احساس کوئ.

۳ـ ناڅاپي وزن زياتېدل:

کله چې د لوږې احساس وکړ او بيا مو ډېر خواړه وخوړل نو دغه خواړه مو په بدن کې د زیاتې انرژۍ توليد سبب کيږي چې دا بيا د وزن د زیاتېدلو او د خېټې شاوخوا د وازګې د جمع کېدلو سبب کيږي چې ورسره خېټه هم غټېږي.

۴ـ غېر معمول وزن کمېدل:

دغه حالت تر ډېره په لومړي نوع شکر کې رامنځته کيږي. یعنې کله مو بدن په کافي اندازه انسولين توليد نه کړي نو د بدن حجرات مو د انرژۍ له کمښت سره مخ کيږي ځکه حجرات خو انرژي له ګلوکوز څخه اخلي او کله چې له وينې څخه ګلوکوز فلتر او حجراتو ته ونه رسیږي نو بدن مو د انرژۍ د اخيستلو لپاره د بلې سرچينې په لټه کې کيږي. همدا دی چې په عضلاتو شته ګلوکوز او په بدن کې موجود شحمیات په انرژۍ تبديليږي چې په پای کې مو بدن په بشپړ ډول د انرژۍ له کمښت سره مخ کيږي او د وزن کمېدلو سبب کيږي.

۵ـ ستړيا زياتېدل:

کله مو چې بدن کې انسولين موجود نه وي او که وي په سمه توګه کار ترسره نه کړي نو له وينې څخه مو ګلوکوز د بدن حجراتو ته نه داخليږي څو انرژي توليد کړي؛ همدا سبب دی چې بيا د ستړيا او بې خوبۍ احساس کوئ.

۶ـ د ليد (نظر) کمزوري:

کله مو چې په بدن کې د انسولين د نه شتون له امله په وينه کې د ګلوکوز اندازه لوړه شي نو له امله يې د وينې کوچني رګونه تخريبيږي. دا د وينې رګونو تخربېدل بيا د سترګې د شبکيې برخه کې هم صورت نيسي چې د سترګو د ليد د کمېدو سبب کيږي.

۷ـ د ټپونو ژر نه جوړېدل:

کله چې په وينه کې د ګلکوز اندازه لوړه شي نو په وينه کې د ټپ د راټولو او جوړېدلو وړتيا له منځه ځي همدا سبب دی چې ټپي شوی ځای بيا ژر نه جوړيږي.

۸ـ جنسي ستونزې:

د شکر د مهمو نښو له جملې څخه يوه هم جنسي ستونزي دي. د بېلګې په توګه erectile dysfunction يا د کوروالي پر مهال د مذکر تناسلي آلې ژر نه تحريکېدل.

۹ـ په پښو او لاسونو کې بېخودي او سوزش:

لکه څرنګه چې په وينه کې د ګلوکوز لوړېدل د وينې کوچني رګونه تخريبوي، همدا ډول د بدن اعصاب هم تر اغېز لاندې راولي او زیانمن کيږي. همدا سبب دی چې بيا په لاسونو او د پښو په تلو کې د بېخودۍ او سوزش احساس کوئ.

د شکر ډولونه

شکر ډېر ډولونه لري خو تر ټولو عام يې لمړۍ نوع ، دويم نوع او د حمل د مهال يا (gestational diabete) شکر دی.

لومړی ډول شکر يا (Type 1 diabetes): هغه ډول شکر دی چې پرې د اخته کس بدن انسولين نشي توليدولی ځکه چې په دې کې د بدن دفاعي سيستم په وسيله د پانکراس هغه حجرات تخريبيږي چې انسولين توليدوي. کله چې د انسولين توليدونکي حجرات تخريب شول نو بيا بدن د انسولين له کمښت سره مخ کيږي چې بيا د انسولين د کمښت پر اساس په وينه کې د ګلوکوز اندازه لوړيږي او شخص په شکر اخته کيږي. په لومړي نوع شکر که څه هم کوچنيان او تنکي ځوانان ډېر اخته کيږي؛ خو کولی شي لويان هم تر بريد لاندې ونيسي. هغه کسان چې په دې نوع شکر اخته وي؛ د ژوندي پاتې کېدلو لپاره بايد هره ورځ انسولين واخلي.

دويم نوع شکر يا (Type 2 diabetes):دويم نوع شکر تر ټولو عام شکر دی چې پرې د اخته کس بدن انسولين نشي توليدولی يا که يې توليد کړي ورڅخه استفاده نشي کولی. که څه هم دغه ډول شکر تر ډېره په منځني او پاخه عمر لرونکي کسانو کې ليدل کيږي خو کېدلی شي چې د عمر په هر پړاو کې پرې خلک اخته شي.

د حمل پر مهال شکر يا (Gestational diabetes): هغه ډول شکر دی چې په اوميندوارو ميرمنو کې پيدا کيږي. که څه هم ډيری وختونه دغه ډول شکر له زيږون وروسته له منځه ځي، خو داسې امکان هم لري چې له لنګون وروسته هم په ميرمنو کې دويم نوع شکر راښکاره شي.

شکر ځينې نور ډولونه هم لري چې ډېر عام نه دي لکه monogenic diabetes، هغه دی چې د حجراتو په يو جن کې د تغيراتو له امله رامنځته شوی وي. او cystic fibrosis-related diabetes.
څوک په دويم نوع شکر ډېر اخته کيږي؟
هغوی چې عمرونه يې له ۴۵ کالو لوړ دي
هغوی چې په کورنۍ کې يې په ارثي توګه شکر ناوغي موجوده وي
هغوی چې وزن يې زیات وي
هغوی چې ورزش نه کوي
هغوی چې د وينې لوړ فشار لري
شکر د کومو ناروغيو د توليد سبب کيږي؟

د زړه بېلابېلې ناروغۍ، مغزي سکته، د ګردو ناروغۍ، د سترګو ناروغۍ، د غاښونو ناروغۍ، عصبي ناروغۍ، د پښو ناروغۍ

د لومړي ډول شکر نښانې له اخته کېدلو وروسته سمدستي په څو اونيو کې څرګنديږي خو د دويم نوع شکر نښانې بيا په کراره او له ډېر وخت وروسته څرګنديږي چې ممکن مياشتې او کلونه په بر کې ونيسي.

لومړی ډول شکر له څه شي پيدا کيږي؟

لومړی نوع شکر هغه مهال پيدا کيږي کله چې د بدن دفاعي سيستم په خپله بدن تر بريد لاندې ونيسي. داسې چې د ځينو وايروسونو او بکترياوو د بريد پر مهال د بدن دفاعي سيستم پانکراس غده تر بريد لاندې نيسي او په کې بېټا حجرات چې انسولين توليدوي؛ له منځه وړي. په پای کې پانکراس د انسولين د توليد وړتيا د لاسه ورکوي چې له امله يې په وينه کې د ګلوګوز اندازه لوړيږي او شخص په لومړی نوع شکر اخته کيږي.

دويم ډول شکر له څه شي پيدا کيږي؟

دويم نوع شکر معمول ترين شکر دی چې ډېر عوامل لري لکه د ژوند بڼې عوامل (يعنې چاغوالی، ورزش نه کول او ځينې ځانګړي درمل خوړل) او جنيټيکي عوامل لکه د جينونو موټېشن.

ځانګړي درمل خوړل لکه Niacin، diuretics or water pills، anti-seizure، د رواني ناروغيو درمل، د ايډز درمل، pentamidine، glucocorticoids او anti-rejection درمل.

د شکر لپاره پرهېز کول

هغه کسان چې په شکر اخته دي تل په اندېښنه کې وي چې کوم ډول خواړه بايد وخوري او کوم بايد ونه خوري څو شکر يې زيات نه شي. نو اندېښنه مه کوئ، تاسې ته ښه خبر لرو، تاسو کولی شئ خپل د خوښې ټول خواړه وخورئ خو فقط احتياط به کوئ چې کم پروټين لرونکي خواړه وخورئ.

تاسو کولی شئ لاندې خواړه په ډاډه زړه وخورئ
سبزيجات: لکه براکولي، ګازرې، شنه سبزي، مرچ او رومي بانجان او شنه نخود
مېوه جات: لکه نارنج، هندواڼه، توت، مڼې، کېلې او انګور

غله جات: په ډېره کمه اندازه غله جات او يا يې محصولات لکه ډوډۍ، وريجې، اوربشې او د جوارو ډوډۍ (سوکړک)

پروټين: غوښې لکه د چرګ او فيلمرغ غوښه، بايد پوستکی يې ونه خوړل شي، د ماهي غوښه، هګۍ، غوزان او مومپلي.

لانده خواړه او څښاک بايد ونه خوړل شي

سره کړي خواړه او هغه چې په کې غوړ زیات وي، هغه خواړه چې ډېره مالګه ولري، هغه خواړه چې ډېر خواږه وي لکه چاکلېټ، آيسکري وغېره، هغه مشروبات چې خواږه ولري لکه جوس، يا سوډا لرونکي مشروبات، انرژي.
د دغه ټولو مشروباتو په ځای کې اوبه وڅکل شي نو ګټور تماميږي.

ډاکتر قدرت الله پسرلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب