تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۲۴ مه) په کرملین کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توقایف ترمنځ د «سترې هراړخیزې ستراتیژیکې همکارۍ او مشارکت سند» په رسمي مراسمو کې لاسلیک شو.
دا سند به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي، سیاسي او پرمختیايي اړیکې پیاوړې کړي او د اوږدمهالو سیمهییزو پروژو لپاره زمینه برابره کړي.
د دې سند په لسم بند کې راغلي دي:
«دواړه لوري د ملګرو ملتونو د پراختیا د دوامدارو موخو د سیمهییز مرکز د جوړېدو هرکلی کوي او دا یې د متقابلې ګټورو او دوامدارو سیمهییزو پراختیايي پروژو د ترویج لپاره یو ژمن پلاتفورم بولي.»
ولسمشر توقایف له دې وړاندې اعلان کړی و چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي او شریکو هېوادونو په ملاتړ، د دوامدارې پراختیا سیمهییز مرکز په الماتي ښار کې پرانیستل شوی دی. د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش، هم د دې مرکز د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کړی و.
ولسمشر توقایف د سند د لاسلیک په مراسمو کې وویل:
«قزاقستان د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دی، د بشري مرستو، تعلیمي پروژو، سوداګرۍ پراختیا او د خوړو د امنیت د نوښتونو له لارې.»
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د دې مرکز د جوړېدو هرکلی وکړ او دا یې د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا او په افغانستان کې د دوامدار پرمختګ د ملاتړ لپاره یو مهم ګام وباله. هغه ټینګار وکړ چې روسیه به د هر هغه ګډ نوښت ملاتړ کوي چې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعیت د ښه والي لامل شي.
قزاقستان — د افغانستان او منځنۍ آسیا د سیمهییز مرکز کوربه هېواد
د ملګرو ملتونو سیمهییز مرکز د دوامدارې پراختیا لپاره د قزاقستان په الماتي کې د منځنۍ آسیا او افغانستان د هوساینې، امنیت او پرمختګ د لوړولو په موخه جوړ شوی دی. دا مرکز به د پراختیايي او بشري مرستو د پروژو د همغږۍ، د کډوالو د ملاتړ، او د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د یوه ګډ پلاتفورم په توګه عمل وکړي.
د دغه مرکز جوړېدا د ملګرو ملتونو او شریکو هېوادونو د هغو هڅو یوه برخه ده چې هدف یې په سیمه کې د دوامدار پرمختګ، زدهکړې، د خوړو امنیت او اقتصادي ودې ته وده ورکول دي.
د روسیې او قزاقستان ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ جامع سند لاسلیک، د سیمهییزو همکاریو پر اهمیت او د ګډو پروژو پر پراختیا ټینګار کوي او څرګندوي چې افغانستان د منځنۍ آسیا د ثبات او د راتلونکي پرمختګ په معادله کې یو بنسټیز او نهبېلېدونکی رول لري.
د قزاقستان ګډون به په ابراهیمی تړون کی د هغه هیواد پر مثبت دریځ شکونه وزیږوی امّا د پوتین د دریځ په هکله:
همدا پرون ورځ را سره په ټکسی کی یو مؤقر او کنجکاؤ سویډنی کس کیناستئ او لومړی پوښتنه ئی دا وه چی د کوم ځای یم؟ کله چی ئی د افغانسنان نوم واورید نو سملاسی ئی د طالب د تحجر او استبداد په هکله غبرګون وښود، ما ور ته وویل چی تاسی غربیان خو هغه موجودات یاستی کوم چی د دموکراسی د تعمیم په نوم مو د غربی آسیا او افریقا هیوادونه ویران کړه بنا حق نلری چی د دموکراسی او بشری حقوقو د تأمین په هکله څرکندونی وکړی همدارنګه می ور ته وویل چی طالب د امریکا پلاس جوړه شوی پروژه ده او نن د انګلیسی پروژی ( پاکستانی ژئوپولیټیک) سره ډغری وهی،. همدارنګه می ور ته وویل چی د سیمی پرګنو نور د غربیانو د ښه نیت په وړاندی خپل باور بدل کړیدی.
د پوتین د شخصیت او سیاست او موقف په هکله ئی پوښتنه وکړه، ور ته می وویل چی اروپائیان به د پوتین په هکله ځانته خپل منطق او دریځ لری خو روسیان زموږ ګاونډیان دی او ممکن ګټور ګاونډیان وی خو حتی د پوتین سدرۍ تر ترامپ او هر امریکائی شرافت لری، را ته ئی وویل چی روسیان خو هغه خلګ دی ګوم چی څو څلویښت کلونه مخکی ئی پر تاسی نظامی تجاوز وکړ،. ور ته می وویل چی د سلیم عقل خاوندان په ” تاریخی ” افتخاراتو او افتضاحاتو نه ځړیږی بلکه د ” اوسنی ” وضعیت د سمون هڅه کوی.