جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهمالیې وزارت نور له پاکستانه واردېدونکي درمل نه محصولوي

مالیې وزارت نور له پاکستانه واردېدونکي درمل نه محصولوي

تاند (پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۲۳مه) د طالبانو د حکومت ‏مالیې وزارت وایي، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د هدایت پر بنسټ له ۱۴۴۷ \۵ \ ۲۱ څخه تر راتلونکو درېیو میاشتو وروسته له پاکستان څخه واردېدونکي درمل نه محصولوي.

مالیې وزارت زیاته کړې، په دې توګه له پاکستان هېواد څخه د درملو ټولو را واردوونکو سوداګرو ته خبر ورکول کیږي چې، تر یادې نېټې پورې خپلې اړوندې سوداګریز حسابونه تصفیه او په جدي ډول له بدیلو لارو کار واخلي.

سرچېنې دغه راز ویلي،چې دوی دغه پرېکړه هېواد ته د ټیټ کیفیت درملو له واردولو څخه د مخنیوي په موخه کړې او سوداګر باید د بدیلو لارو او د لوړ کیفیت درملو پر واردولو تمرکز وکړي.

د طالبانو مالیې وزارت وروسته له هغې دا پرېکړه اعلان کړه چې، پرون د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له پاکستان سره ټوله سوداګرۍ باندې بندیز ولګوه او سوداګرو ته یې وویل چې باید له بدیلو لارو ګټه واخلي.

ملا برادر ویلي تر هغه چې پاکستان د لارو د تړل کېدو ضمانت ورنکړي، سوداګري به بنده وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب