جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ ګډه هوکړه لاسلیک شوه

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ ګډه هوکړه لاسلیک شوه

تاند ( پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۲۳مه) ‏بلخ ولایت کې د طالبانو ولایتي رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي ، چې د دغه ولایت ځايي چارواکو او د خصوصي سکټور استازو د ازبکستان په سرخان دریا ولایت کې له ازبک چارواکو سره د سوداګرۍ ګډه هوکړه لاسلیک کړې ده.

سرچېنه زیاتوي؛ چې د یادې هوکړې له مخې به ازبکستان د هوايي دهلیز له لارې د افغانستان تازه میوې او سبزي جات سویلي اسیا او اروپايي هېوادونو ته صادروي.

د خبرپاڼې په حواله، افغان او ازبک سوداګر له هېواده بهر د غوښو صادراتو په برخه کې هم یوې هوکړې ته رسیدلي چې په لومړي پړاو کې له بلخ څخه ترمذ ته یوه اندازه غوښه هم صادره شوې ده.

دا هوکړه په داسې حال کې لاسلیک کېږي، چې پرون چهارشنبه د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له افغان سوداګرو وغوښتل چې، ژر تر ژره د پاکستان پر ځای د بدیلو لارو انتخابونه عملي کړي.

ملا برادر دغه راز له پاکستان سره هر ډول سوداګري بنده کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب