Homeخبرونهمتقي د اسلامي همکاریو سازمان له استازي سره د کابل او اسلام...

متقي د اسلامي همکاریو سازمان له استازي سره د کابل او اسلام اباد پر وروستۍ ترینګلتیاو خبرې کړي

تاند ( پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۲۳مه) ‏د طالبانو بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان له استازي، طارق علي بخیت سره کتنه کې پاکستان سره پر وروستیو ترینګلتیاوو خبرې کړې دي.

امیرخان متقي د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان استازي ته د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو په تړاو معلومات ورکړي او ټينګار یې کړی، چې د شخړو حل د خبرو له لارې غواړي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د اسلامي همکاریو سازمان استازي، طارق علي بخیت هم د پاکستان او طالبانو د اوربند د دوام هرکلی کړی او د خبرو پر دوام یې ټینګار کړی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې پر امنیتي، د افغان کډوالو پر وضعیت او هغوی سره د OIC پر مرستو هم خبرې شوې دي.

طالبان داسې مهال یو ځل بیا پاکستان سره د خبرو لپاره ځان چمتو ښيي، چې د روسیې او ایران بهرنیو چارو وزیرانو هم په وروستۍ ټيلیفوني مکالمه کې د دواړو غاړو ترمنځ د تاوتریخوالي پر دوام اندېښمنه ښودلې او پر خبرو یې ټینګار کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د استانبول درېیم پړاو مذاکرات بې پایلې پای ته رسېدلې دي، او د بیا پیل لپاره یې تراوسه منځګړو او یا دواړو غاړو کوم عملي چمتوالی نه دی ښودلای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...