سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونههند کابل ته د خپل پلاوي د سفر هدفونه اعلان کړل

هند کابل ته د خپل پلاوي د سفر هدفونه اعلان کړل

تاند (جمعه، د عقرب ۱۸ مه) د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال، وایي چې د دې هېواد استازی له چابهار بندر څخه د استفادې، د اقتصادي اړیکو او بشري مرستو د پیاوړتیا پر لارو چارود خبرو لپاره کابل ته تللی و.

جیسوال پرون(پنجشنبه) وویل چې د هند پلاوي په کابل کې له طالب چارواکو او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ملاقاتونه وکړل.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري ناسته کې افغانستان ته د هندي پلاوي د سفر تفصیلات وړاندې کړل.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان، افغانستان او ایران څانګې مسئول جي.پي. سینګ، په تیرو ورځو کې له یوه پلاوي سره کابل ته سفر وکړ او د طالبانو له دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو سره یې ولیدل.

د طالبانو د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دفاع وزیر یعقوب مجاهد، له جي.پي. سینګ سره کتلي او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، هم په خپل ملاقات کې له جي.پي. سینګ سره وویل چې دوی هیله لري چې له هند سره اړیکې نورې هم پراخې شي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی، بیا له هندي پلاوي سره په کتنه کې غوښتنه کړې چې هند باید افغانانو ته د زده کړو په برخه کې توجه زیاته کړي او د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته پام وکړي.

هند په افغانستان کې د جمهوري حکومت په مهال افغانانو ته ډېر سکالرشیپونه ورکول خو د جمهوري حکومت له پرزېدو وروسته یې دا لړۍ درولې او حتي سلګونو افغان محصلانو ته یې، چې د ۲۰۲۱ د دوبي د رخصتۍ لپاره افغانستان ته راغلي وو، اجازه ورنه کړه چې د خپلو نیمګړو زده کړو د دوام لپاره بېرته هند ته لاړ شي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند تایید کړه چې د هند په کابل کې هندي پلاوي په خپلو ملاقاتونو کې په افغانستان کې د بشري مرستو او همداراز په دې اړه چې څنګه چابهار بندر د افغانستان د سوداګریزو اړیکو، صادراتو، وارداتو او نورو فعالیتونو لپاره کارول کېدی شي، بحث کړی دی.

رندهیر جیسوال وویل چې د هند لپاره دا مهمه ده چې افغانستان سته بشري مرستو ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب