سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهد طالبانو مشر له دفاع، کورنیو وزارتونو او استخباراتو د وسلو کنټرول...

د طالبانو مشر له دفاع، کورنیو وزارتونو او استخباراتو د وسلو کنټرول واخیست

تاند (جمعه، د عقرب ۱۸ مه) په کندهار کې د طالبانو مشر، هبت‌الله آخوندزاده، په یوه فرمان کې اعلان کړی چې د هغه له اجازې پرته هېڅوک نه شي کولی چې د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، استخباراتو ریاست او نورو خپلواکو ادارو نظامي تجهیزات وویشي یا وکاروي.

په دې اته ماده‌ییز فرمان کې، چې کاپيانې یې رسنیو ترلاسه کړي، او د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او همداراز مرستیال ویاند حمدالله فطرت یې اعتبار تصدیق کړی دی، ویل شوي چې د طالبانو مشر د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني، د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد، او د استخباراتو رئیس عبدالحق وثیق واکونه محدود کړي دي، ترڅو د نظامي تجهیزاتو په وېش او کارولو کې د دوی واکونه کنټرول شي.

طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې، د امریکایي ځواکونو او د هغوی له متحدانو د میلیاردونو ډالرو پاته شوي نظامي تجهیزات تر لاسه کړل.

په دې فرمان کې، چې د ۱۴۰۳ لمریز کال د میزان په ۲۹مه نېټه د “ثبت شویو پوځي تجهیزاتو د ساتنې، څارنې او وېش په اړه د امیرالمومنین حکم” تر عنوان لاندې صادر شوی دی، راغلي چې که د طالبانو کومه اداره وسلو، مهماتو، نظامي دوربینونو، مخابرو یا نورو تجهیزاتو ته اړتیا ولري، نو باید د طالبانو د مشر تایید ترلاسه کړي.

د دې فرمان په دوهمه ماده کې راغلي چې درې واړه پوځي ادارې (دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، او استخبارات) مکلف دي چې د “بیت‌المال د تثبیت، ثبت او مراقبت دفتر” له غوښتنې سره سم، د طالبانو حکومت د ځواکونو د نظامي تجهیزاتو لېست دې دفتر ته وسپاري.

د دې فرمان په درېیمه ماده کې ویل شوي چې که نظامي تجهیزات د دې حکم تر صادرېدو مخکې د طالبانو د مشر له اجازې پرته وېشل شوي یا کارول شوي وي، باید بېرته زېرمو ته وسپارل شي.

د طالبانو د حکومت زیاتره نظامي تجهیزات هغه وسلې او مهمات دي چې د امریکايي او لوېدیځو ځواکونو له وتلو وروسته د دوی لاس ته ورغلي دي.

د طالبانو د مشر دغه فرمان د هغه له لوري په کندهار کې د واک د لا متمرکز کېدو او په کابل کې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره د هغه د بې‌اعتمادي نښه ګڼل کېدای شي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند خو حمدالله فطرت، د دې فرمان موخه د نظامي تجهیزاتو سم مدیریت بللی دی.

ده په یوه پیغام کې بي بي سي ته وویل: “د دې حکم هدف دا دی چې د مهمو نظامي تجهیزاتو سمه ساتنه وشي او د ځینو تجهیزاتو او وسلو له غیرضروري استعمال څخه مخنیوی وشي، او دغه تجهیزات په منظم ډول ترمیم شي.”

2 COMMENTS

  1. که ولی نه یم نو خالی هم نه یم !!! داسې یوو حکم ، عمل او سیاسی پریکړې ، په قندهار کې څوک کوي ؟؟ ایا هلته یوه غښتلې سیاسی او مسلکي ټولنه یا شورا شته چې د کابل دحکومت ( اجرایه ، مقننه او او …) په سر ولاړ او داسې جدي امرونه ورته وکړی !! دکوټې د مسجد ملا خو یو سوټی دی هغه په داسې تحلیل او تجزیې څه پوهیږي …؟؟؟ ایا د ISI جنرالان هلته پټ کار او مشورې ورکوي که کوم بلڅوک ؟؟
    سر بیره پر دې چې دا ځناوران مستقیل ندي د بشریت دوښمنان هم دي چې زمونږ نازولې خوندې لوڼې تعلیم ته نه پریږدي !!
    سرکونه جوړول د ځان لپاره چې د تیر فاسد دولت په پاتې شویو موټرانو کې په اساني سفرونه وکړي ! نورې پروژې هم د نمایش لپاره او د خپل ناولي سیستم لپاره ! په طالبی دیکتاتوري کې د اولس استازي ګډون نلري یوه هیټلري دیکتاتوري ده !!

  2. ټرمپ ماما راغی لکه چې د حساب او کتاب وخت راروان دی. ټرمپ ددوحې د پریکړې نه د طالبانو په سرغړونه خوشحال ندی او د پریکړې د مادو بدلیدو او نه منلو زور به اوس اوباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب