شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د حکومت لومړني استازي په مومبي کې کار پیل کړ

د طالبانو د حکومت لومړني استازي په مومبي کې کار پیل کړ

تاند (سې شنبه، د عقرب ۲۲ مه) وروسته له دې چې د هند په مومبي کې د افغانستان د کونسلګرۍ له لوري د پاسپورټونو د وېش اعلان وشو، طالبانو په مومبي کې د افغانستان د کونسلګرۍ لپاره خپل استازی معرفي کړ.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې نن (سې شنبې) راپور ورکړ چې د طالبانو حکومت اکرام الدین کامل په مومبي کې د کونسل جنرال په توګه ګومارلی دی.

د هندوستان ټایمز پر اساس، د کامل ګومارنه په کابل کې د طالبانو د رژیم له لوري په هند کې د یوه دیپلومات لومړنۍ ګومارنه ده.

ورځپاڼه وايي چې هندي چارواکو تراوسه پورې په دې اړه هیڅ نه دي ویلي. خو طالبانو رسنیو ویلي چې کامل په مومبي کې د سرپرست کونسل جنرال په توګه ګومارل شوی دی.

دا پرمختګ وروسته له هغه کېږي چې تېره اوونۍ د هند یوه پلاوي په کابل کې د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب او بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره وکتل .

ښاغلی کامل اوس مهال په مومبۍ کې دی او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا کونسلي چارې پر مخ وړي.

د طالبانو تر کنترول لاندې باختر خبري اژانس د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په حواله ویلي چې کامل د “اسلامي امارت سرپرست قونسل” په توګه په ممبۍ کې ګومارل شوی.

 کامل په نړیوالو حقوقو کې دوکتورا لري او تر دې مخکې یې د بهرنیو چارو وزارت د د امنیتي همکارۍ او پولو د څانګې ریاست په غاړه درلود.

د هندوستان ټایمز پر اساس، له موضوع خبرو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې کامل د هند د کلتوري اړیکو شورا (ICCR) له په سکالرشیپ یا بورس په نوي ډیلي کې د جنوبي اسیا په پوهنتون (SAU) کې زده کړې کړي دي. دا پوهنتون د سارک غړو هېوادونو له خوا جوړ شوی دی.

ویل کېږي چې کامل څو کاله په هند کې اوسېدلی او د نوي ډیلي او مومبۍ په استازولیو کې د ډیپلوماتانو د نشتوالي له امله ټاکل شوی.

1 COMMENT

  1. خدای دې وکړي چې ټينګ پاتې شي داسې نه چې شيرمحمد عباس ستانکزي هم په هند کې لوړې نظامي زده کړې وکړې او له فارغېدو سره سمله لاسه افغانستان ته د بيرته راګرځېدو پرځای سيده پاکستان ته ورغی او هلته له طالبانو سره يوځای شو او تر پايه د وخت د حکومتونو پر ضد پاتې شو چې نن آی ايس آی وړی او هلته يې په بهرنيو چارو په سفارت کې مقرر کړی دی.
    باور پرې هم نه کوي ځکه چې زده کړې يې په هند کې کړي دي او په واک يې هم هغسې اعتماد پرې نه کوي، خو ساتلی يې دی چې بل چېرته جذب نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب