پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ایران د تومان په وړاندې د افغانۍ ارزښت ۴۰٪ لوړ شوی

د ایران د تومان په وړاندې د افغانۍ ارزښت ۴۰٪ لوړ شوی

تاند (سې شنبه، د عقرب ۲۲ مه) په تېر یوه کال کې د ایران د تومان په وړاندې د افغانۍ ارزښت ۴۰ سلنه لوړ شوی دی چې دا په دې موده کې له تومان سره د متحده عربي اماراتو د درهم او د ترکیې د لیرې ترمنځ تر راغلي توفاوت هم زیات دی.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې افغانۍ په ایران کې د ایران د تومانو په وړاندې ۴۰ سلنه لوړې شوي چې د ایران د اسعارو په بازارونو کې یې په دومره لوړوالي ریکارډ جوړ کړی دی.

د دوشنبې په ورځ، د افغانی نرخ ۱.۸۳ سلنه کم شو او هره افغانۍ د ایران په ۹۹۲ تومانه تبادله شو. په داسې حال کې چې تېر کال په همدې وخت کې یوه افغانۍ له ۶۹۴ تومان سره برابره وه.

په حقیقت کې اوس یوه افغانۍ د ایران د ملي پیسو، چې اصلي واحد یې ریال دی، ۹۹۲۰ برابر دی.

د تجارت نیوز د راپور پر بنسټ، افغانی په تېره یوه کال کې په ایران کې ۴۰ سلنه لوړه شوې ده.

د ایران او اسراییل ترمنځ د شخړو په اوج یعني د عقرب په ۱۳مه، د افغانی ارزښت ۱۱۴۶ تومان ته هم رسېدلی و.

د افغانۍ د ارزښت لوړوالی یوازې په ایران کې محدود نه دی؛ بلکې د امریکایي ډالر او یورو په وړاندې یې هم ارزښت لوړ شوی دی.

د کارپوهانو په وینا، د افغانستان بانک د بازار په کنټرول او د سود د نرخ په تنظیم سره هڅه کړې چې د افغانۍ ارزښت وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب