جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد ایران د دوغارون پولې له لارې سږ کال ۲۳ زره افغانان...

د ایران د دوغارون پولې له لارې سږ کال ۲۳ زره افغانان هیواد ته راګرځېدلي

تاند (سې شنبه، د عقرب ۲۲ مه) د ایران د رضوي خراسان د تایباد ولسوالۍ عمومي څارنوال وايي چې د روان کال له پیل راهیسې د دې ولسوالۍ د دوغارون له سرحدي لارې څخه ۲۳ زره ۱۵۶ افغان کډوال ایستل شوي دي، چې دا شمېره د تېر کال پرتله ۵۰ سلنه کمه ده.

حجت صدیقي وویل چې دا کموالی له افغانستان څخه د غیر قانوني کډوالو د ورتګ په کمښت پورې تړاو لري.

په تایباد کې د افغان کډوالو د اوسېدو او کار مخنیوی ته لومړتیوب ورکړل شوی، او تر دې دمه ۱۶ غیر قانوني استوګنځایونه تړل شوي دي.

د تایباد عمومي څارنوال ایرنا خبري اژانس ته وویل چې دوغارون له ایران څخه افغانستان ته د غیر قانوني افغان کډوالو د وتلو اصلي لاره ده او هره ورځ له دې لارې افغانان بېرته خپل هېواد ته لېږل کېږي.

تر دې مخکې د رضوي خراسان د بهرنیو اتباعو او کډوالو عمومي رييس حسین شرافتی‌راد ویلي و چې هره ورځ له درې زرو زیات افغان کډوال له دې پوله اخراجېږي.

 صدیقي زیاته کړې چې په تایباد کې د افغان کډوالو د استوګنې او کار موندلو د ځایونو د موندلو هلې ځلې روانې دي، او تر اوسه ۱۶ غیر قانوني استوګنځایونه مهر او لاک شوي.

ده ټینګار وکړ چې په تایباد کې اغانانو ته د کار او د هستوګنې لپاره د ځای ورکړه منع ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...