پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهټرمپ غواړي د طالبانو یو منتقد جمهوریپال د باندنیو چارو وزیر ونوموي

ټرمپ غواړي د طالبانو یو منتقد جمهوریپال د باندنیو چارو وزیر ونوموي

تاند (سې شنبه، د عقرب ۲۲ مه) په داسي حال کې چې د طالبانو حکومت د امریکا د نوي ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ انتخابېدو ته خوشاله دي چې له دوی سره به تعامل زیات کړي، ټرمپ غواړي د طالبانو یو منتقد جمهوریپال مارکو روبیو د باندنیو چارو وزیر ونوموي.

مخکې تر دې چې ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه د جنورۍ په ۲۰ مه لوړه وکړي، د خپلې کابینې او حکومت غړي ټاکي.

رویټرز د ځینو سرچینو په قول ویلي چې ټرمپ غواړي سناتور روبیو د باهرنیو چارو وزیر ونوموي.

روبیو له اوږدې مودې راهیسې په طالبانو باندې سخت انتقادونه کوي او د سنا جرګې د غړي په توګه یې غوښتنه کړې چې د امریکا حکومت دې طالبان د “ترهګرې ډلې” په توګه وپېژني.

ده په مارچ میاشت کې، په سناجرګه کې یوه لایحه وړاندې کړه چې د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان ته د امریکا د مرستو د بندولو غوښتنه یې کړې وه، په دې دلیل چې دا مرستې ښايي “ترهګریزو ډلو” لاس ته ورشي.

روبیو هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ته هم وړاندیز کړی و چې د طالبانو په مشري حکومت دې په رسمي توګه د “ترهګرۍ ملاتړ کوونکی دولت” په توګه وپېژني.

روبیو د سناجرګې په غونډه کې وویل: «د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان زموږ د ملي امنیت ګټو او د منځني ختیځ او منځنۍ آسیا متحدانو ته مستقیم ګواښ دی. له افغانستانه د بایډن ادارې ناکامه وتلو دا هیواد د امریکا ضد ترهګرو پر یوه خوندي مرکز بدل کړی دی.»

د رویټرز د راپور له مخې، که چیرې روبیو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شي، نو د لاتینې امریکا لومړنی وګړی وي چې دې مقام ته رسیږي. د فلوریډا دغه سناتور په وروستیو کلونو کې د ټرمپ د بهرنیو سیاستونو له تګلارې سره نژدې شوی دی او د بایډن ادارې پر نړیوالې تګلارې یې پرله پسې نیوکې کولې.

سرچینو ویلي، ټرمپ د دوشنبې په ورځ د روبیو د نومولو پرېکړه وکړه، خو د ټرمپ او روبیو استازو تر اوسه په دې اړه رویټرز ته ځواب نه دی ورکړی.

روبیو، چې ۵۳ کلن دی، په بهرني سیاست کې تجربه لري. ده په اپرېل میاشت کې د اوکراین لپاره د ۹۵ میلیارد ډالرو پوځي مرستې له لایحې سره مخالفت کړی و. د هغه ټاکنه به د ټرمپ تر مشرۍ لاندې د جمهوري‌پالانو د بهرني سیاست په لومړیتوبونو کې یو لوی بدلون وي.

پرون ډونالډ ټرمپ د استازو جرګې یو غړی او له افغانستان سره ډېر اشنا، مایکل والتز د ملي امنیت سلاکار ونوماوه.
مایکل والتز د امریکا د ځانګړو ځواکونو په ډله کې د افغانستان په جګړه کې هم برخه اخیستې ده.
والتز به د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اداره کې کار پیلوي.
والتز د افغانستان د جګړې په اړه د جنګیالي ډیپلوماټ (Warrior Diplomat) په نوم کتاب هم لیکلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب