شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد پاکستان استخباراتي ادارې پښتون انځورګر کامران خان او د هغه پلار...

د پاکستان استخباراتي ادارې پښتون انځورګر کامران خان او د هغه پلار د ترهګرو په لست کې شامل کړل

تاند (سې شنبه/ د عقرب ۲۱مه) — د پاکستان پوځي استخباراتو د پښتونخوا مشهور پښتون انځورګر کامران خان او د هغه پلار د ترهګرو په لست کې شامل کړي او له هېواد څخه بهر ته د هغوی په وتلو یې بندیز لګولی دی.

کامران خان د وتلې انځورګرې پېغلې الماس خانم ورور دی چې دواړو په شریکه یو لړ انځورونه جوړ کړي دي.

ویل کیږي چې د پاکستان استخباراتو دا ګام وروستی له هغه اخیستی چې کامران خان د پښتون ژغورنې غورځنګ د نومیالي غړي ګیله من وزیر انځور جوړ او خپور کړ.

کامران خان او خور یې الماس خانم جان

کامران خان رسنیو ته ویلي، چې د پاکستان حکومت د هغه د پلار بانکي حساب، سیم کارډ او د هغه د تقاعد تادیات بند کړي،‌ هغه او پلار یې د ترهګرو په لست کې شامل کړي دي.

کامران خان او د هغه خور الماس خانم وروسته له هغه مشهور شول چې د پښتنو مشاهیرو؛ امان الله خان، باچاخان، منظور پښتین، ډاکتر نجیب، ملالې یوسفزۍ، ګیله من وزیر… عکسونه یې په رنګ او خامک جوړ کړل.

پښتنې پېغلې الماس خانم په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د برتانیا پارلمان څخه د خپل ځانګړي هنر له کبله نړۍ واله جایزه وګټله، خو د پاکستان استخباراتي ادارې (آی اېس آی) چې انګرېز جنرال رابرت کاتهوم په ۱۹۴۸ کال کې جوړه کړې ده، هغوی د ترهګرو په لست کې شامل کړل.

 

4 COMMENTS

  1. دوی خو د افغان خاوری د مشاهیرو انځورونه ایستل ، را تلونکی اصیل نسل به د همدوی انځورو نه د افغان مشاهیر په لست شامل او انځورونه به یی جوړه وی

  2. د کامران خان په فکری او مبارزاتی جغرافیا کی به باچاخان او ګیله من او منظور د ها خوا د پښتنو د تراژیدی او خپګان یوه برخه وی خو د افغان په تاریخ کی ” نجیب ” د ډیرو افغانانانو د خښمیدلی تاریخ د تراژیدی یوه خواشینوونکی برخه ده ضمناً د کامران خان په وړاندی د ناپاکستان د خبیثی اداری ناوړه چلند د غندنی وړ دی لکه څنګه چی زموږ د خبریالانو او فرهنګیانو په وړاندی د طالب چارواکو ناوړه چلند د غندنی وړ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب