جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهله ۳ کلونو وروسته د مطیع الله خالص په مشرۍ په اقلیمي...

له ۳ کلونو وروسته د مطیع الله خالص په مشرۍ په اقلیمي کنفرانس کې د افغان پلاوي ګډون

تاند (سې شنبه، د عقرب ۲۲ مه) له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبانو بیا واک ته رسیدلي دي، افغانستان ته په لومړي ځل د دوشنبې په ورځ په نړیوال اقلیمي کنفرانس (کاپ ۲۳) کې د ګډون لپاره بلنه ورکړل شوې، تر څو د نړیوالې تودوخې پر وړاندې د مبارزې لپاره نړیوال ملاتړ راجلب کړي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیع الحق خالص، اسوشیېټد پریس خبري اژانس ته وویل چې افغانستان نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري څو د شدید اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو لکه غیر منظمو بارانونو، اوږدې وچکالۍ او ناڅاپي سېلونو سره مقابله وکړي.

خالص، چې د ترجمان له لارې خبرې کولې، وویل: “ټول هېوادونه باید لاسونه یو کړي او د اقلیمي بدلون ستونزه حل کړي.”

افغانستان د اقلیمۍ بدلون له امله سخت ځپل شوی، او د اقلیمي متخصصانو وروستۍ ارزونې دا هېواد د نړۍ شپږم اقلیم ګواښمن هېواد شمېرلی دی.

په مارچ میاشت کې، د افغانستان په شمالي سیمو کې درنو بارانونو ناڅاپي سېلونه جاري کړل چې په پایله کې یې تر ۳۰۰ ډېر خلک ومړه شول. اقلیمي ساینسپوهانو موندلې چې په تېرو ۴۰ کلونو کې په افغانستان کې شدید بارانونه ۲۵ سلنه ډېر شوي دي.

خالص وویل چې افغانستان له اقلیمي بدلون سره د مقابلې لپاره ملي کړنلارې چمتو کړي دي او په راتلونکو څو میاشتو کې به خپل اقلیمي اهداف نوي کړي.

 هغه زیاته کړه چې هېواد د باد او لمریزې انرژۍ لپاره لوی امکانات لري، خو دئ ډول انرژۍ ته د ودې لپاره نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه چې افغان پلاوی د اذربایجان د حکومت د بلنې مننه کوي.

د طالبانو د حکومت پلاوی به په غونډه کې د څارونکي حیثیت ولري، ځکه چې د طالبانو د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه دی پېزندل شوی.

د کمبریج پوهنتون د اقلیم مورخئ جوانا ډیپلج وویل چې افغانستان باید اجازه ولري چې په دې ډول کنفرانسونو کې ګډون وکړي.

“هغې زیاته کړه: د دې لپاره چې دا یو نړیوال فورم دی، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه داسې هېوادونه پکې برخه لري چې سیاسي اړخ یې ستونزمن دی او بېلابېلې ناسمې سابقې لري، خو ګډون کوي. موږ به دا کرښه چېرته راکش کړو؟”

د ملګرو ملتونو د ارزونې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ښځې د اقلیم د اغېزو په وړاندې د نارینه‌وو په پرتله ډېر زیان منونکي دي، خالص وویل: “د اقلیم د بدلون اغېز هیڅ ډول پوله نه لري؛ دا کولی شي په ښځو، ماشومانو، نارینه‌وو، بوټو یا حیواناتو اغېز وکړي، نو دا د دې ستونزې د حل لپاره ګډ کار ته اړتیا لري.”

په باکو کې د چاپیریال ساتنې کنفرانس پرون پیل شو او ټاکل شوې ده چې په لړ کې یې هغه هیوادونه چې اقلیم ته ډېر زیان پېښوي، زیانګالو هیوادونو ته د میلیاردونو ډالرو مرستې زمنې ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب