Homeخبرونهستانکزی؛ نړۍ د افغانستان د چاپیریال ساتنې مسووله بولي

ستانکزی؛ نړۍ د افغانستان د چاپیریال ساتنې مسووله بولي

تاند (سه شنبه د عقرب ۲۲مه) د طالبانو د حکومت ‏د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي کابل کې یوې غونډې ته ویلي، د افغانستان اقلیم د یو شمېر هېوادونو له لوري خراب شوی او نړۍ د دې مسئولیت لري، چې چاپېریال ساتنې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

ستانکزي ویلي، که نړۍ د اقیلمي بدلون برخه کې خپل مسئولیت ترسره نه کړي له افغانانو سره لویه جفا کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبان د نړۍ مهمو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی او نه غواړي افغانستان یو ځل بیا نورو هېوادونو سره په تقابل کې واقع شي.

هغه په دې ناسته کې له نړېوالو غوښتي، چې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي

1 COMMENT

  1. وروره هسې دا د تاند نوم مه خرابوه. چې نه یې شې لیکلی کوم بل کار وکړه. په عنوان کې دې سیمي کولن ؛ ته څه ضرورت چې تا ورکړی دی؟ که هدف دې دا وي چې د سړي نوم ولیکې او بیا یې وینا را واخلې هغه دغسې نه لیکل کیږي. هغه بیا داسې لیکه:
    ستانکزی: نړۍ د افغانستان د چاپیریال ساتنې مسؤله ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...