پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهترکیې په تېرو ۲ ورځو کې ۳۲۵ افغانان په جبري ډول ایستلي

ترکیې په تېرو ۲ ورځو کې ۳۲۵ افغانان په جبري ډول ایستلي

تاند ( سه شنبه د عقرب ۲۲مه) د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د نوومبر په ۱۰مه وویل،چې په تېرو ۲ ورځو کې ترکیې شاوخوا ۳۲۵ افغان کډوال ایستلي او کابل ته یې ستانه کړي دي.

یاد وزارت وايي (IOM) به له ترکیې ویستل شویو کډوالو څخه هر یوه سره د۱۵۰ یورو په اندازه مرسته کوي.

د معلوماتو له مخې ترکیې په دې ورستیو کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لپاره چاپې وهل زیات کړي دي.

د ترکیې په استانبول ښار کې پولیسو د چاپو پر مهال سږکال په سپتمبر میاشت کې هم خوا او شا ۶۰۰ افغانان نیولي او بنديان کړي وو.

بل لورته په افغانستان کې د طالبانو د حکومت اړوند باختر خبري اژانس خبر ورکړی چې له پاکستان او ايران څخه ۲۶ افغان کورنۍ ایستل شوي دي.

د یاد اژانس د راپور له مخې د نومبر په ۱۰مه، د تورخم له لارې ۱۰، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۷، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۲ او د هرات د اسلام‌‌ کلا له لارې ۷ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب