جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهازبکستان: شانګهای سازمان په دې شرايطوکې ط-انو سره اړیکې نه شي لرلای

ازبکستان: شانګهای سازمان په دې شرايطوکې ط-انو سره اړیکې نه شي لرلای

تاند:( پنجشنبه،د سنبلې څلور ويشتمه)‏‏ په ازبکستان کې د شانګهای د سیمه ییزو همکاریو سازمان د سږنۍ غونډې ازبکستاني سمبالګر رحمت الله نوریمبتوف په رسمي ډول خبر ورکړ،چې دغه سازمان په خپله غونډه کې د افغانستان حاکمې طالب ادارې ته د ګډون بلنه نه ده ورکړې.

نوموړي له مشخصو جزییاتو پرته ویلي،چې شانګهای سازمان په اوسنيو شرايطو کې د طالبانو ادارې سره اړیکې نه شي لرلای.

د شانګهای د سیمه ییزو همکاریو سازمان سږنۍ غونډه د ازبکستان په سمرقند ښار کې پيل شوې ده.

د طالبانو د حاکمې ادارې مرستيال وياند بلال کریمي هم تاييد کړې،چې یادې غونډې ته نه دي بلل شوي.

نوموړي هیله ښودلې،چې دغه غونډه به د دوی د ادارې لپاره هم مثبتې پايلې ولري.

روسیه، چین، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ازبکستان، پاکستان، هندوستان او ایران د شانګهای د سیمه ییزو همکاریو سازمان دايمي غړي دي.

افغانستان د ياد شوي سازمان څارونکی غړی دی او لا یې دايمي غړيتوب پکې نه دی ترلاسه کړی.

پر افغانستان د طالبانو د حاکمې ادارې د واکمنۍ څه باندې یو کال کیږي،خو تر اوسه ېې د نيږدې بهرنيو متحدينو په ګډون د نړۍ هيڅ کوم هېواد دغه اداره په رسميت نه ده پېژندلې.

1 COMMENT

  1. که زموږ په هیواد کی دَ 🦓🦓🦓🦓 پر ځاى 🐅🐅🐅🐅🐅 حاکم واى نو دَ شانګهاى سازمان او حتى ټول ” شرق” ته به ئې وزن او سنګین ور بخښلې واى.
    په هره توگه، شرق باید دَ غرب په وړاندى خپل برم او برى لاسته راوړى او ضمنا خپله استعمارى روحیه ترمیم او انساني چلند ته مخه کړى چى البته د غښتلتوب او پیاوړتوب اصلى عنصر به ئې همدا وى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب