دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهافغانستان سره د ملګرو ملتونو بشري مرستې کمیږي

افغانستان سره د ملګرو ملتونو بشري مرستې کمیږي

تاند:( پنجشنبه،د سنبلې څلور ويشتمه)‏‏ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې(اوچا) له افغانستان سره د دغه سازمان د مرستو د کمیدو خبر ورکړی.

 د مرستو کميدو اصلي دليل د نړيوالو مرستندويانو له لوري اوچا ادارې سره په روان میلادي کال کې د غوښتل شويو مالي بسپنو نه شریکول ښودل شوي.

ملګرو ملتونو ویلي،چې شتمنو هېوادونو یوازې د غوښتل شويو مرستو پنځوس سلنه ورته برابره کړې،چې دا کافي نه ده.

اړونده اعلامیه زیاتوي،چې افغان بشري ناورين ته د مقابلې لپاره نه يوازې د بودیجې له کموالي سره مخامخ ده، بلکې په نړيواله کچه د خوراکي توکيو د بیو لوړوالي ېې هم دا چاره اغېزمنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د نړيوالو اړيکو مسوول ملیسا فلینگ هم په یوه ټویټ کې له شتمنو هېوادونو غوښتي،چې افغان بشري ناورين ته د رسيدګۍ لپاره دغه سازمان سره عاجلې مالي مرستې وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې له افغانستان سره د عاجلو بشري مرستو لپاره د شاوخوا څلور نیم میلیارده ډالره مرستې غوښتنه کړې وه.

ويل کيږي،چې شتمنو هېوادونو د دغې غوښتل شوې مرستې يوه لږه برخه برابره کړې او په پراخه کچه دې غوښتنې ته رسیده ګي نه ده شوې.

د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو په ارقامو کې شاوخوا ۲۵ ميلیونه افغانان د عاجلو مرستو مستحق او لازمو خوراکي اړتياوو څخه محروم ګڼل شوي.

په وروستيو کې د طالبانو حاکمې ادارې هم له مختلفو نړيوالو سازمانونو او هېوادونو غوښتي،چې د افغان بشري ناورين د مقابلې لپاره عاجلې مرستې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب