جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهنړيوال خوراکي پروګرام:د ټولنیزو رسنیو جعلکارانو افغان بېوزلانو نه زموږ په نوم...

نړيوال خوراکي پروګرام:د ټولنیزو رسنیو جعلکارانو افغان بېوزلانو نه زموږ په نوم پيسې اخيستي

تاند:( پنجشنبه،د سنبلې څلور ويشتمه)‏‏ د نړيوال خوراکي پروګرام (WFP) د افغانستان څانګې خبر ورکړی،چې د ټولنیزو رسنیو جعلکارانو له افغان بېوزلانو څخه د دوی د مرستې تر لاسه کولو د فورمو په نوم په چل پيسې ترلاسه کړي.

د ياد شوي پروګرام د افغان څانګې وياند وحيدالله اماني ويلي،چې جعلکارانو د دوی د کارکوونکو په نوم د مرستې تر لاسه کولو له لېواله کسانو څخه ۵۰-۵۰ افغانۍ ترلاسه کړي.

اماني له خلکو غوښتي،چې نور د داسې جعلکارانو د دسيسو ښکار نه شي.

په کابل کې د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو د ارقامو له مخې د افغانستان تر ۹۰سلنې پورې خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

څه موده مخکې په یوه راپور کې وويل شول،چې د افغانستان تر ۵۹ سلنې پورې خلک د نړيوالو بشري مرستو په وسيله خپل ژوند تامینوي.

نن د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا وویل،چې نړيوالو د افغانستان لپاره د اړتيا وړ پيسې د مرستو لپاره ورته نه دي برابرې کړي او له دې کبله به ېې په افغانستان کې د مرستو کچه راکمه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...