Homeداسې هم شتهساینسد ایفون په لسمه کالیزه ایفون ۸ راوځي

د ایفون په لسمه کالیزه ایفون ۸ راوځي

تاند- د اپل کمپنۍ اتم ایفون به، چې د ایفون په لسمه کالیزه کې راوځي، نه یوازې د ډیزاین او فیچرونو له پلوه متفاوت وي، بلکې بیه به یې هم متفاوته وي.

مېل ورځپاڼه وايي چې ایفون ۸ ته تر۱۰۰۰ ډالره زیاته بیه اېښودل شوې چې په بازار کې تر ټولو موجودو ایفونونو لوړه بیه ده.

د دغه ملفون شیشه یا سکرین به (edge OLED) او ۳ ډي وي او همدا علت دی چې بیه یې لوړه شوې ده.

تر دې پخوا د ایفون ۷ + بیه ۹۶۹ ډالره ټاکل شوې وه.

ویل شوي چې په ایفون ۸ کې له نوې ټکنالوژۍ کار اخیستل شوی.

اوازه ده چې اپل د ایفون ۸ ترڅنګ دوه نور ملفونونه راباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...