Homeخبرونهسرور دانش:د افغانستان د ژغورنې لار د طالبانو ضد ولسي پاڅون دی

سرور دانش:د افغانستان د ژغورنې لار د طالبانو ضد ولسي پاڅون دی

تاند(پنج شنبه، د سرطان ۱۱) د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي لوړه کچه څرګندوي چې د دغې ډلې د سولې ادعا له دروغو پرته بل هیڅ هم نه دي او دغه ډله د افغان کشالې پر سیاسي حل باور نه لري.

نوموړي پر خپل ټویټر د افغانستان جګړه کې د بهرنیو کړیو ځانګړې توګه د پاکستان مداخلې ته هم اشاره کړې او زیاته کړې یې ده چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د ژغورنې یوازینۍ لار پراخ ملي مقاومت، د طالبانو پر ضد ولسي پاڅون، د ملي یووالي پیاوړتیا او له افغان ځواکونو څخه د خلکو کلک ملاتړ دی.

طالبانو تر اوسه د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې ده چې تېره ورځ هم سرور دانش ویلي وه چې طالبان د وینو تږدي دي، ځکه خو د روانې جګړې د حرمت په اړه د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو فتواوو ته پام نه کوي.

نوموړي چې په کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې د طالبانو هغو څرګندونو ته په اشارې چې ویلي یې دي راتلونکی نظام به ټولشموله وي وویل، د طالبانو پر دې څرګندونو یوازې هغه څوک غولېدای شي چې د دغې ډلې تېره تیاره دوره یې نه وي لیدلې.

نوموړي زیاته کړې چې د خلکو حافظه دومره هم ضعیفه نه ده چې د یو طالب قومندان هغه خبره له یاده وباسي چې ویلي یې وو تاجک دې تاجکستان او ازبک دې ازبکستان ته لاړ شي.

دانش د خپلو خبرو پر دوام ویلي، څومره چې وخت تېرېږي په هغې کچه سیاسي نظام او نورو ازادیو ته تحدید هم ډېرېږي، نو خلک ځانګړې توګه رسنۍ دې د طالبانو د تبلیغاتو وسله نه ګرځي او په خبره یې، رسنیو ته په کار ده چې د افغانستان نظام ته د متوجه ګواښونو سره د عملي مبارزې ډګر ته راووځي.

2 COMMENTS

  1. ته هم د دې هیواد خاین یې ، ځکه چې تا علیپور ترهګر قومندان پریښود، تا یې ضمانت وکړ، او هغه د ترهګرو یې د هیواد د هوایي ځواک چورلکه په ایراني توغندي وویشتله.
    اوس د دې نه دا څرګندیږي، چې ته هم د ایران غلام او اسیر جنایت کار یې ، او علیبور هم.
    دا د یو عام افغان خبري دي، چې نه ترهګر دی او نه د دولت چارواکی. ځکه موږ په خپلو امنیتي ځواکونه خپه کیږو.

  2. څوک چې افغانستان ورانوي خراسان او ترکمنستان غواړي نو دهغوی لپاره د طالب وینا درسته ده خو متاسفانه هغه ندي ویلي چې چنګیزیان د منګولیا ته لاړ شي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...