جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهنیویارک ټایمز: د حامد کرزي هوایي ډګر د امریکایي ځواکونو په وروستۍ...

نیویارک ټایمز: د حامد کرزي هوایي ډګر د امریکایي ځواکونو په وروستۍ قرارګاه بدلېږي

تاند(پنج شنبه، د سرطان ۱۱) نیویارک ټایمز ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي چې په کابل کې به د حامد کرزي هوایي ډګر د امریکایي ځواکونو په وروستۍ قرارګاه بدل شي.

ورځپاڼه لیکي، د دغه هوایي ډګر د امنیت ساتلو په اړه له ترکیې سره خبرې روانې دي خو څو پورې چې له یاد هېواد سره یوه هوکړه کېږي دغه ډګر به د امریکایي ځواکونو د ۲۰ کلن ماموریت وروستۍ قرارګاه وي.

د ویلو ده چې وړاندې تر دې امریکا ویلي چې تر راتلونکې یکشنبې پورې به له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر پای ته ورسېږي خو د حامد کرزي هوایي ډګر چې د امریکا او ملګرو هېوادونو د ډیپلوماټیک حضور لپاره مهم دی د امنیت خوندیتابه لپاره به یې ګڼ شمېر سرتېري په دغه هېواد کې پاتې شي.

بلخوا اسوشیټیډ پرس خبري اژانس د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې ډېریو اروپایي هېوادونو وار له مخه خپل سرتېري له افغانستان څخه ایستلي دي.

راپور وړاندې لیکي، تر اوسه یوازې درې هېوادونو په رسمي توګه له ټاکلې نیټې مخکې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو خبر تایید کړی دی، خو راپور کې راغلي چې د دوی د موندنو له مخې، ډېریو اروپایي هېوادونو په پټه خپل سرتېري له افغانستان څخه ایستلي دي، ځکه چې دا چاره د ناټو او امریکا له لوري د ټاکل شوې نیټې سره په ټکر کې مسئله ده.

د ویلو ده چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د ولسمشر جو بایډن تر اعلان وروسته ناټو هم وویل چې دوی به خپل سرتېري د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې پورې له افغانستان څخه وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب