سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهپه مزارشریف کې د عطامحمد نور په کور کې د یوې غونډې...

په مزارشریف کې د عطامحمد نور په کور کې د یوې غونډې پر برخوالو برید شوی

تاند(پنجشنبه، د سرطان ۱۰) په مزارشریف ښار کې د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور پر کور نن په داسې حال کې برید وشو چې د ملي راټولېدنې په نوم د پخوانیو جهادي مشرانو او قوماندانانو غونډه روانه وه.

تراوسه پورې په دقیق ډول څرګنده نه ده چې برید د څه په وسیله شوی دی.

لومړني راپورونه وايي چې دا برید د یوې وړې بې پېلوټه الوتکې په وسیله شوی خو نور راپورونه وايي چې د هاوان ګولۍ لګېدلې ده.

د مرګ ژوبلو په اړه یې هم ضد و نقیض راپورونه ورکول کېږي.

خو پېښه د غونډې برخوال تاییدوي.

 په ولسی جرګه کې د بلخ استازي غلام عباس ابراهیم زاده وویل چې دا پېښه تر غرمې مخکې وشوه.

د ده په وینا یوې کوچنۍ بې پېلوټه الوتکې، چې له لېرې کنټرولېده، د غونډې پر ځای ډزې وکړې.

ابراهیم زاده وايي چې په دې پېښه کې د ولسي جرګې د غړي محمدعلي محقق د دوو ساتونکو په ګډون ۴ تنه ټپیان شوي دي.

ابراهیم زاده دا هم وویل چې په ټپیانو کې د ملي راټولېدنې یو مهم غړی هم شامل دی خو ده یې نوم وانخیست.

د بلخ ولایت چارواکو تراوسه پورې له بیا بیا تماسونو سره سره په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

1 COMMENT

  1. de toolo zakhmianoo de parah de shelfah ghokhtenah kawoom .
    daa toll de afghan woles dushmanaan dee.

    de Yao moty afghananow pah heelah.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب