تاند(پنجشنبه، د سرطان ۱۰) د اتریش پولیسو درې افغانان نیولي او پر هغوی یې تور پورې کړی چې پر یوې دیارلس کلنې نجلۍ یې جنسي تېری کړی او بیا وژلې ده.
دې پېښې په درست اتریش کې د خلکو سخته غوسه پارولې او مجرمانو ته یې د خورا شدیدې جزا غوښتنه کړې ده.
د اتریش د صدراعظم په ګډون بېلابېلو مشرانو ویلي چې مجرمان به سخته سزا وویني.
د ماشومې مړی د شنبې په ورځ د پلازمېنې ویانا په (Donaustadt) مېنه کې د یوې ونې ترڅنګ وموندل شو.
دوه افغانان، چې د یوه عمر ۱۶ او د بل ۱۸ دی، د دوشنبې په ورځ په پېښه کې د لاس لرلو په شک ونیول شول. دواړه پناه غوښتونکي دي. له مشر څخه یې د پناه اسناد په دې خاطر اخیستل شوي دي چې مخکې یې د غلا په شمول درې جرمونه کړي دي.
د اتریش پولیسو نن (پنجشنبه) وویل، درېیم مشکوک کس هم افغان دی او ۲۳ کلن دی. هغه پرون (چهارشنبه) ماښام په ویانا کې کې ونیول شو.
چارواکي وايي، وژل شوې نجلۍ لومړي دوه تنه پېژندل او په خپله خوښه د هغه کس اپارتمان ته تللې وه چې اتلس کلن دی.
د ویانا د پولیسو د عمومي رييس ګیرهارد پیرستل په وینا، نجلۍ ته مخدر مواد ورکړل شوي او بیا پرې جنسي تېری شوی دی.
پولیس وايي، اتلس کلن تورن ویلي چې په قتل کې لاس نه لري، خو شپاړس کلن تراوسه هیڅ نه دي ویلي.
د اتریش صدراعظم سبیستان کورڅ ژمنه کړې چې چارواکي به «د قانون په بشپړ قوت» مجرمانو ته سزا ورکړي.
ده وویل «زه د هغو کسانو لپاره هیڅ زغم نه لرم چې دلته راځي له موږ څخه پناه غواړي او بیا په اتریش کې بې رحمانه، وحشیانه جنایت کوي.»
ده زیاته کړې«له سیاسي نظره د دې معنا موږ ته دا ده چې د مهاجرو په وړاندې دریځ سخت کړو.»
دا لومړی ځل نه دی، تر دې وړاندې هم په اتریش، سویډن، جرمني او نورو اروپايي هیوادونو کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي د جنسي تېري په جرم نیول شوي دي چې له کبله یې په دغو هیوادونو کې د افغانانو نوم ته صدمه رسېدلې ده.
که دا حرموني هر څوک وي باید سخته سزا ورکړل شي. خو افغان کونسلګري باید ددې خلکو هویت ثابت کړي. اکثره داسې شوی چې د ګاوڼدیو هیوادونو خلک ددې لپاره چې کیسونه یې قبول شي د افغانانو نومونه کاروي. څو موده مخکې هم په جرمني کې یو پاکستاني چې د افغان په نوم یې خپل کیس ثبت کړی وه مجرم وګنل شو، خو وروسته معلومه شوه چې هغه پاکستانی وه. په هر ترتیب، داسې کسان چې هر څوک وي باید حتما سخته سزا ووینې تر څو چې نور افغانان، ایرانیان او پاکستانيان ځینې پند واخلې او د خپلو هېوادنو او ملتونو په نوم لوبې ونه کړي.
دا مصنوعی په مذهب تجارت کوونکی اخوانیان ( اوس کمونیستان هم ورسره متحد شوی دی ) او طالبان د مهاجرینو اطفالو او ځوانانو د مشکلاتو څخه وحشیانه سوء استفادی کوی او ددی اطفالو څخه ئي د اسلام شعار لاندی ګروپونه جوړکړیدی او خپلو جماعتونو کښی او همدارنګه انفرادی داسی مضر وعضونه ورته کوی چی ددی کفارو مقابل کښی غلا ، په جلکیو جنسی تعرضونه روا دی اودا کافره جامعه باید په تریاکو او داسی مختلفو مخادره موادو باندی مبتلا کړۍ شی دی ، دی مکروبونو اطفال اوځوانان د مخادره موادو خرڅون باندی مشغول کړی دی او شعار ئي دادی چی پدی لار لاس ته راوړلو روپیو سره په افغانستان کښی د اسلام محکم شی او دا د خدای په نزد ستر جهاد دی ، په اطریش کښی دی مکروبونو د څلورو زرو څخه زیات اطفال او ځوانان پدی بیماریو اخته کړیدی ، دری ورځی پخوا څلورو افغانانو دیارلس کلنه جلکی په مخادره موادو مصموم کړی وه او دی جلۍ باندی ئي جنسی تیرۍ کړی وو چی په اخیر کښي ئی دا جلۍ په قتل رسولی دی ، دری افغانان نیول شوی او څلورم افغان پلټنه جریان لری دمصنوعی مذهبیانو دا فعالیتونه په نورو غربی ممالکو کښی هم جریان لری ، دی زهرناکه کمونیستی کودتا او د مصنوعی مذهبیانو زهرناکه رول د اجنبیانو په کومک د افغانستان تمامیت او استقلال په خطر کښی اچولۍ دی او افغان ملت ئی نه یوازی د بدبختی سره مخامخ کړیدی بلکه افغانان په جهان کښی د نفرت سره مخامخ دی او افغانانو ته ددی مضرو مکروبونو له خوا حتی مهاجرت هم دوزخ ګرزولۍ دی اودا تر کومه ؟؟؟؟ ځینی افغانان شعوری د افغانانو غولیدو لپاره د سوچه دری ژبی ادبیاتو او نوشتو طریقی باندی مشغول ساتلی دی او کله کله د کابل مفسدو قاتلو حمائي اواز ونه هم پورته کوی دا چی د کابل غلامان او طالبان مشترک باداران لری او دا مغلوه پله بین افغانان ځانونه یوازی د طالبانو ضدیت ښودلو باندی اکتفا کوی ، افسوس د ستاسو په حال !!!!!!
تقریباً یو کال مخکی د ایران د هیواد په کومه سیمه کی یوه ځوانه جوړه ( مېړه او ماندینه ) په قدم وهلو بوخت وه، درې ځوانان بدماشان پر پیښ سوه، هم ئې جیبونه ور خالی کړه او هم ئې د مېړه په مخکی پر ځوانی ښځی جنسی تجاوز وکړ. محلی پولیس تر ډیرو پلټنو وروسته پدې بریالی سوه چی دا درې جنایتکاران ونیسی. تر قضائی پړاوونو وروسته درې واړه جنایتکاران په اعدام محکوم او د اعدام حُکم ئې اجراء سو.
د سویډن د هیواد په معتبری ورځپاڼه کی دا خبر خپور سو ( احتمالاً د ایران د قضائی سیسټم په وړاندی د منفی تبلیغاتو د انګېزې له مخی ).
نن سبا اکثره ورځپاڼی د کاغذی چاپ تر څنګ په ډیجیټالی بڼه هم خپریږی او اکثراً د لوستونکو د نظر او کومنټ د لیکلو لپاره ځای پکی خوندی وی.
د ایران ددې خبر په وړاندی ډیرو سویډنی لوستونکو خپل نظرونه او کمنټونه ولیکل.
۹۰ % لوستونکو ( چی اکثره ئې ښځینه وې ) لیکلی وه چی:
” ددې ډول جنایت لپاره همدا د اعدام مجازات ډیر وړ او مناسب مجازات دی او موږ غواړو چی په اروپا کی هم د اعدام عملیه ژوندۍ سی.”.
دې کمنټونو شاید د نړیوال صهیونیزم او د بشر د حقوقو د دروغجنو مدعیانو اعصاب په غولو ور لړلی وی.
نو عرض می دا دئ چی:
د اتریش د هیواد پېښه یوه ځوروونکې پېښه ده او هر صالح انسان ته د سختی غندنی او کرکی وړ ده
خو
اصلی خبره دا ده چی دا یو بشری جنایت دئ او فقط باید د بشری احساساتو په سیوری کی تحلیل سی نه د عقیدتی او نژادی او ملیتی او وطنی جغرافیا په سیوری کی.
دا به د اتریش د مشرانو او یا هر هیواد د مشرانو او نورو عمومی تحلیلګرانو لپاره ډیره نامناسبه او حتی ظالمانه کړنه وی که هڅه وکړی دا ډول مسائل د اصلی مدار څخه منحرف او د عمومی کرکی د تخم شیندلو لامل وګرځوی.
د اتریش ددې غمیزی عاملین باید اعدام یا سخته جزاء ووینی خو هیچا ته باید باید دا اجازه ور نکړه سی چی دا پیښی ته سیاسی – تبلیغاتی بڼه ورکړی او بده استفاده ترې وکړی.