Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکراچۍ او ګوادر بندرونو کې د افغان سوداګرو د مالونو د درېدو...

کراچۍ او ګوادر بندرونو کې د افغان سوداګرو د مالونو د درېدو وخت او لګښت کمیږي

تاند (پنجشنبه د سرطان ۱۰) پاکستاني چارواکو ویلي، په کراچۍ او ګوادر بندرونو کې د افغان سوداګرو د مالونو او کانټینرونو د درېدو وخت او لګښت کموي.

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: “د ټرانزیټ په برخه کې د نویو سهولتونو رامنځته کولو په دوام حکومت پرېکړه کړي چې د قانوني پړاونو تېرولو په موخه د افغان سوداګرو د کانټینرونو د دریدو وخت له نهو ورځو څخه دوه ورځو ته راښکته کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی، که څه هم د پاکستان د دې ګام محتطانه هرکلی کوي، خو ویلي یې دي چې پاکستان ورسره تل د ستونزو د حل ژمنې کړې خو عملي بڼه یې بیا پیکه وي.

افغان سوداګرو په ځلونو ویلي چې پاکستان په مختلفو پلمو له دوی څخه د کال نږدې نهه سوه میلیون ډالر ترلاسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...