پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې دیني علماء: طالبانو دې له ناروا جګړې لاس واخلي او...

ننګرهار کې دیني علماء: طالبانو دې له ناروا جګړې لاس واخلي او اوربند دې وکړي

تاند ( پنج شنبه، د سرطان ۱۰) د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې دینې عالمانو په یوه پراخه غونډه کې  په سعودي عربستان کې د افغان سولې په اړه د علماوو له وروستي کنفرانس نه ملاتړ وکړ  او له وسله والو طالبانو يې وغوښتل، چې اسلامي احکامو ته په درناوي جګړه ودروي او سوله وکړي.

د دې غونډې پرمهال د ننګرهار حج اوقافو رئيس مولوي محمد داود مجاهد، له ټولو دینې عالمانو وغوښتل، چې  د ممبرونو له لارې خلکو ته د سولې په اړه د دیني علماوو د وروستیو پرېکړو په تړاو معلومات ورکړي.

په ورته وخت کې ديني عالم مولوي حبيب الله جلال ابادي وويل: « پاکستان په افغانستان کې نا اعلان شوې جګړه مخته وړي، له نن څخه وروسته پاکستان سره زمونږ جهاد شروع دی.ای ولسه! که په خپله خاوره خفه کيږئ راځئ د پاکستان پر ضد جګړه کې برخه واخلئ.»

نوموړي همدا راز له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې د اسلام په نوم له ناروا جګړې لاس واخلي، اوربند او خپلو ورونو سره سوله وکړي.

ننګرهارکې دیني عالمان داسې مهال د سولې له پروسې ملاتړ او له طالبانو د اوربند غوښتنه کوی، چې بل لورته د افغان سولې او په دې برخه کې د ترکیې رول تر عنوان لاندې په جوړ شوي کنفرانس کې ګډونوالو ویلي، چې ترکیه په افغان سوله کې رغنده رول لوبولی شي.

د سیاسي او امنیتي چارو یوه ترکي متخصص په خپلو خبرو کې ویلي چې ترکیه له افغانستان سره تاریخي ديپلوماتیکې اړیکې لري او تر څنګ یې په سیمه کې هم له ښه نفوذ برخمن هېواد دی.

سرچینه کاږي چې ترکیه دې همدې مسایلو ته په کتو د افغانستان د سولې په مسئله کې خپله هڅه ډېره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب