جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهکاناډا کې د ګرمۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۸۶...

کاناډا کې د ګرمۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۸۶ ته ورسېد

تاند ( پنج شنبه، د سرطان ۱۰) په کاناډا کې د هوا د زیات ګرموالي له امله لسګونه کسان مړه شوي دي.

د یاد هېواد روغتیايي چارواکي وايي، چې د ګرمۍ په موسم کې له بېلابېلو ایالتونو ۴۸۶ کسان مړه شوي دي.

سرچینه وایي، چې تېره ورځ په دغه هېوا کې د تودوخې درجه ۴۹.۷ وه، چې د یاد هېواد په تاریخ کې بې مخینې ګڼل کېږي.

د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی او پر خلکو یې غږ کړی، چې ټول اړین تدابیر په پام کې ونیسي او له یو بل سره د ساتنې په برخه کې مرسته وکړي.

هغه همدا راز پر نړیواله کچه د اقلیم د بدلون په مسئله کې له نړیوالو همکاري هم غوښتې ده.

د جسټین ټروډو په خبره که وضعیت همداسې روان وي نو بشریت له یوه نوي ګواښ سره د مخ کېدو په حال کې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...