جمعه, مې 17, 2024
Home+د بي بي سي د ترازو پله ولې کږه شوې؟

د بي بي سي د ترازو پله ولې کږه شوې؟

حاجي حضرت اریوب

کله چې د پخوانی اتحاد جماهیر شوروي عساکر افغانستان ته راغلل زه د کابل پوهنتون محصل وم. دقیق وخت مې نه دی یاد خو زموږ په کور کې اوازه شوه چې بي بي سي په پښتو ژبه برنامې شروع کړي دي. تر هغه پخوا به موږ د دغې رادیو فارسي برنامې اورېدې چې نطاقان یې ایرانیان وو. د پښتو رادیو شروع باندې ټول خوشاله وو. داسې احساس مو کاوه چې زموږ خپل خلک زموږ په خپله ژبه خبرونه وړاندی کوي. له هغه راهیسته تر هغو چې اروپا ته مهاجر کېدم د بي بي سي اورېدل ما ته په اعتیاد بدل شوي وو. په اروپا کې بالخصوص دا تېر لس کاله ما د اینترنیت په واسطه یو وار بیا له بي بي سي سره ارتباط پیدا کړی دی. د بي بي سي فېسبوک، یا اینرنیت صفحې نه ټولې برنامې او اخبار تعقیبوم.

نن سبا په بي بي سي نقدونه ډېر شوي دي. خبرونه یې خلک داسې احساسوي چې د طالبانو په طرفداري لیکل شوي دي. محترم نجیب ننګیال د چارشنبې په ورځ د بي بي سي ، صدای امریکا او ازادي رادیو یو یو خبر را اخیستی او راښکاروي چې بي بي سي د کوم نظر نه همدې یوه خبر ته ګوري، امریکا او ازادي یې له کومې فضا تحلیل کوي. بي بي سي د امریکايي جنرال نقل قول کې لیکي: افغانستان کې د کورنۍ جګړې پېښېدو خطر وېره شته. صدای امریکا لیکي: د جګړې میدان کې له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ وړتیا لرو. او ازادي لیکلي دي: افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی او وسله والو طالبانو ته د سکاټ مېلر خبرداری.

که دغه درې رپوټونه ړوند هم وګوري پوهېږي چې دنیا په یوه خوا روانه ده او د بي بي سي فېسبوک په بله خوا حرکت کړی دی. البته دا واحد مثال نه دی. امریکا ته د جمهور ریس غني د سفر په وخت کې هم بي بي سي همداسې خبر ورکړی و چې په حقیقت کې یې هغه سفر ناچیزه وانمود کاوه. د بي بي سي فېسبوک زه دا ډېر وخت وشو چې تعقیبوم دوی تل داسې نه و. په دوی به نقد عمومآ د اخوانیانو او طالب فکره خلکو له خوا کېده چې ولې د ښځو مسایل یادوي او یا ولې غربي تمدن ته تمایل لري. خو اوس بیخي سرچپه طالبي تمایل پکې واضح ښکاري. شاید دا کار د یوه یا دوو خبریالانو شخصي تمایل وي، له افغان دولت یا په دولت کې له ځینو اشخاصو سره ضد وي او یا له طالبانو ډار، که هر څه دی دا د بي بي سي ادارې ته ښه خبره نه ده. زه د بي بي سي د ریسسانو نه دا امید او ارزو لرم چې د خپل فېسبوک عنواین او خبرونه په دقت یو ځل وګوري، شاید خپله په اشتباه پوه شي او یا په دې یې سترګې خلاصي شي چې د ترازو پله ورنه کږه شوې ده.

د شوروي اشغال په کلونو کې هر هغه خبر په موږ ټولو ښه لګېده چې د شوروي پر ضد و او یا د کمونستي نظام مخالفت یې کاوه. هغه وخت د بي بي سي رقیب نه و. د مجاهدینو په شر او فساد کې هم د لندن دې رادیو رقیب نه درلود. د طالبانو په وخت کې افغانان لا ډېر ورته احتیاج و. د جمهور ریس کرزي په حاکمیت کې په افغانستان کې دننه مطبوعات ډېر شول، تلویزیونونه شول نو کم کم بي بي سي ته رقابت پیدا شو. د ازادي رادیو هم پیدا شوه او کله چې دا اجتماعي صفحات په وجود کې راغلل عام ملت ته دا موقع پیدا شوه چې د مختلفو مطبوعاتو خبرونه مقایسه کړي. دلته دی چې د بي بي سي د خبرونو استایل او نورې خبرې واضح کېږي. که بي بي سي د بې طرفۍ اصل ته توجه ونه کړي د نژدې نیم قرن ګټلی محبوبیت په څو عناوینو او ګزارشونو ختموي. په عین زمان کې زما د فېسبوک له هموطنانو هم تقاضا دا ده چې د بي بي سي اداره مسووله وبولي نه د دغې ادارې افغان خبریالان. په فیسبوک کې ځینې کسان د دغې ادارې افغان خبریالانو پسې واقعآ بدې خبرې لیکي. ځینې یې جاسوس یادوي، ځینې یې طالب دوسته یادوي او بعضي نور یې غلط خطابونه ورته کوي. که افغان خبریال هم غلط عمل کوي باید د بي بي سي اداره یې کنترول کړي دا د ادارې مشکل دی چې کوم خبریال یې د بې طرفۍ اصل تر پښو لاندې کوي. شخصآ زه د بي بي سي افغان خبریالانو ته احترام لرم، هغه مشهور متل دی چې د یوې سپږې لپاره پوستین اور ته باید وانه چول شي. که د بي بي سي د فېسبوک خبریال سم نه دی دا د ده او د دغې ادارې مشکل دی نه د هر هغه افغان خبریال چې له دغې ادارې سره کار کوي. بعضي افغانان یادونه کوي چې ولې دغه افغانان چې بي بي سي کې کار کوي احتجاج نه کوي. موږ څه خبر چې کوي یې که یې نه کوي، په وس کې یې څه شته که نشته. ایا هر مامور د بل مامور په وظیفه کې مداخله کولی شي؟ دا هغه سوالونه دي چې تر څو یې جواب نه وي واضح باید د بي بي سي د افغان خبریالانو په اړه ناسم قضاوت ونه شي.

3 COMMENTS

  1. څو ورځې مخکی افغانانو د بی بی سی رادیو د شیطانی څیری په اړه خبرونه نشر کړل دغه دوه ورځی مخکی د کریم حیدری په نوم د(ضیافت شام در دلکشا سیر ارګ و عطش ارائه تصویر مثبت) ترعنوان لاندی یوه مزدورانه لیکنه کړی چی په هر افغان بده لګیږی دی وایی چی ارګ ځکه خبرنګاران هلته وبلل چی د پېښو مثبت انخور وکاږی، یعنی موږ بی بی سی والا یی منفی انځور وړاندی کوو. حاجی صاحب اریوب وایی چی نطاقان مه ملامتوی. همدغه سپږی(کارکوونکی) دی چی پوستین (بی بی سی)یی د سوځولو وړ کړ دوی مزدورانه راپورونه جوړوی دالته بی بی سی کی داسی افغان نشته چی ښه سابقه ولری.

  2. بی بی سی ببو دعمران خان مزدوره سوی ده
    غنو طلاق ورکړی نو اوس دهغه په کهاله پسی (ارک) درواغ وایی.
    غنوخیلو ته داکتر بایدن ویلی چه قهوه پنځه واری په ورځ کی وڅیښی او دبی بی له ناندریو څخه یی پرهیز ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب