پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهپکتیکا کې طالبانو یو لوی پل په بمونو الوزولی

پکتیکا کې طالبانو یو لوی پل په بمونو الوزولی

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۱۰ مه)  د پکتیکا امنیتي مسوولین وایي، وسله والو طالبانو په دې ولایت کې د «پړاو» په نوم لوی پل په بمونو الوزولی دی.

د پکتیکا ولايت د امنیه قومانداني وياند شاه محمد ارين وایي دا پل تېره شپه د وسله والو طالبانو له لوري په بمونو الوزول شوی دی.

د نوموړي په وینا، تېره شپه وسله والو طالبانو په پکتیکا کې د ښرنې – ارګون پر لویه لار د «پړاو» په نوم لوی پل په بمونو الوزولی دی.

ارین زیاتوي چې د ياد پول ويجاړېدو له امله پرې د بار وړونکو موټرو تګ راتګ بند شوی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا لومړی ځل نه دی چې وسله وال طالبان یو پل په بمونو الوزوي؛ مګر تر دې وړاندې هم د هېواد په مختلفو ولایتونو کې پلونه، سړکونه او په ټوله کې عامه تاسیسات په بمونو الوزول شوې دي.

ورته مهال دې وروستیو کې د وارداتي برېښنا پایو ویجاړول او له کبله یې د بلازمیېنې په ګډون د ډیری ولایتونو برېښنا نه شتون هغه څه دي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

که څه هم وسله وال طالبان د برېښنا پایو په ویجاړولو کې خپل لاس لرل ردوي؛ خو تر ډېره تر د عامه تاسیساتو د ویجاړولو ګوته دوی ته نیول کیږي.

1 COMMENT

  1. افغانان باید ټول لاس په کار شي او یو بل سره مرسته وکړي، ځکه چې دا د هیواد، سولې، ابادۍ او افغان دښمنانان لاس په کار شوي دي، او نه پریږدي چې افغان هوسا او سوکاله ژوند وکړي. دې حالت ته باید ټول افغانان ځیر شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب