جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهبایډن دافغانستان په اړه د خبریالانو پوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه...

بایډن دافغانستان په اړه د خبریالانو پوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه وکړه

تاند(جمعه، د سرطان ۱۱) د امریکا ولسمشر جو بایډن نن (جمعه) هغه مهال د خبریالانو د خبرو په منځ کې ورولوېد چې له افغانستان څخه یې د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه ورڅخه پوښتنې وکړې.

بایډن وویل، غوره ګڼي چې د خوشالوونکو مسلو په اړه وږغېږي.

ده هڅه وکړه چې په امریکا کې د کار د نویو فرصتونو د پیدا کېدو په اړه پر راپور خبرې وکړي چې نن خپور شو.

بایډ‌ن د افغانستان په اړه لومړیو دوو پوښتنو ته ځواب ووایه، ویې ویل چې ځواکونه په منظم ډول وځي او تر سپټمبر پورې به ټول وتلي وي.

 خو کله چې یوه خبریال هڅه وکړه چې د دې موضوع په اړه درېیمه پوښتنه وکړي، بایډن یې په خبرو کې ورولوېد، ویې ویل «سړیه! زه غواړم چې د خوشالوونکو چارو په اړه خبرې وکړم.»

خبریال بیا هم پوښتنه وکړه خو بایډن ځواب ورنه کړ.

بایډن د دوهمې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د امریکا پوځ به له لېرې تر یوه حده هڅه وکړي خو اصلي مسوولیت د افغان امنیتي ځواکونو دی چې د خپل هیواد امنیت باید په خپله وساتي.

وروسته یوه بل خبریال هڅه وکړه چې د همدې موضوع په اړه له بایډن څخه پوښتنه وکړي، بایډن یې خبرې ودرولې، ویې ویل«زه نه غواړم چې د افغانستان په اړه نورې خبرې وکړم. د جولای څلورمه ده. رخصتي ده، غواړم چې ویې لمانځم. مهم شیان پېښېږي.»

د جولای څلورمه د امریکا د خپلواکۍ ورځ ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب