جمعه, اکتوبر 18, 2024
Home+بې سروبوله فتوا | سراج احمد حبیبي

بې سروبوله فتوا | سراج احمد حبیبي

زموږ د پلار مولوي ماما به چې هر وخت زموږ کره راغی، پلار به مو ورسره پر دین بحث کاوه. نه پوهېږم چې دا ځل یې ولې خبرې د دین پر ځای د بې دینۍ لور ته سوق شوې!؟

 کیسه یې داسې وه چې د پلار همدې ماما مو په خپل نني بحث کې پلار ته ویل، چې په دوزخ کې چې دوزخیان یو ځل سزا وویني، نو بیا ټول دوزخ له یوې مخې قلفېږي او هیڅوک هم هلته نه پکې پاتې کېږي. پلار مې ترې پوښتنه وکړه چې حتی کافران هم ترې وځي او جنت ته به ځي!؟ ده ورته وویل چې هو، کافران هم چې په دوزخ کې یو ځل خپله سزا وویني، له هغه وروسته به ټول راوځي او جنت ته به ځي؛ ځکه د قران شریف په هیڅ ځای کې داسې آیت شریف نه دی راغلی چې په هغه کې دې په دوزخ کې د خلکو د سزاوو په اړه ویل شوي وي چې: «خالدین فیها ابدا» یعنې د ده په وینا دغه د «ابدا» ټکی په هیڅ ځای کې هم نه دی ورسره ذکر شوی. ده د خپلې دې خبرې د لاښه وضاحت لپاره دواړه لاسونه پر څټ واړول او یو او بل ته یې د «قلف» په شکل سره نیږدې کړل، چې ګویا دوزخ به داسې سره قلفېږي. 

د دوی دواړو د همدې خبرې په منځ کې زه هم ور ولوېدم او د پلار ماما ته مې وویل چې « لالا! موږ د ښوونځي د عقایدو په کتابونو کې ویلي چې کافران به همېشه په دوزخ کې وي او مسلمانان چې کله د خپلو عملونو سزا وویني، نو بیا به له دوزخ نه را واویستل شي او جنت ته به ولاړ شي.» ده زما د دې خبرې په ځواب کې هم راته څو آیتونه وویل او بېرته یې راته پر خپلې هماغه خبرې ټینګار وکړ. 

دا بحث پر همدې ځای پای ته ورسېد، خو سبا چې کله زه او زما پلار ښوونځي ته ولاړو او هلته ټول استادان په تفریح کې د چای څښلو لپاره په اداره کې سره راغونډ شول. نو پلار مې د ښوونځي مدیر ته چې دواړه به د مجلس په سر کې کېناستل ور په غوږ شو او د بېګانۍ خبرې په اړه یې پوښتنه ترې وکړه، ځکه زموږ د ښوونځي دا مدیر هم ملا ؤ.

 مدیر صاحب د دې پر ځای چې ده ته همداسې په غوږ کې ځواب ورکړي، زموږ پلار ته یې وویل چې اجازه ده دا خبره د مجلس د نورو استادانو سره هم شریکه کړم؟  پلار مې ورته وویل چې هو. ده استادانو ته مخ ور واړوو او زموږ د پلار نوم یې ورته واخیست چې فلانی داسې وایي، استادانو پرته له دې چې دا درک کړي چې زموږ پلار ته دا خبره چا کړې، پخپل منځ کې یو او بل ته ور په غوږ شول او هر یوه یې همدا یوه خبره له خولې نه راویسته چې دا خو مرتد شو. پلار مې چې هر څومره د دوی په شور او ځوږ کې د ځان سپینولو کوښښ وکړ، خو بریالی نه شو. په همدې کې نوره تفریح هم خلاصه شوه او هر استاد د خپل ټولګي په لور روان شو. 

زه هم له ادارې راووتم او د نورو استادانو په بېله لاره خپل ټولګي ته ولاړم، خو کله چې ټولګي ته ورسېدم، ګورم چې هماغه استاد چې دلته یې په اداره کې دې خبرې ته ډېره هوا ورکوله، بیا دلته د یوه استاد  او نورو شاګردانو سره ولاړ دی او پر همدې خبره شخوند وهي. ما چې وکتل چې استاد خو خبره نوره هم رسوا کړې ده، نو د استادۍ احترام مې یې تر پښو لاندې کړ او د جنګ په نیت ور مخې ته شوم، خو ښه وو هغه استاد مې لاس ترې ونیو.  

له درس ورکولو وروسته چې کله بېرته ادارې ته ولاړم، ګورم چې پلار مې په اداره کې نشته دی، د ښوونځي د ملازم نه مې پوښتنه وکړه چې زموږ پلار څه شو؟ هغه راته وویل چې همدا اوس پر بایسکېل سپور شو او د کور خواته مو ولاړ. ما نو فکر وکړ چې ښايي درس به یې نه درلود، ځکه نن وختي له ښوونځي نه تللی دی. خو خبر نه وم چې ده زموږ د سیمې لویې مدرسې ته ځان رسولی دی او هلته یې د مدرسې طالبانو او مولوي صاحب ته هم دا خبره کړې ده. هغوی ورته ویلي وو چې تر تا مخکې دا خبره موږ ته دلته چا راورسوله، ښه ده چې تا نه ده کړې، د مولوي صاحب خبره خیر ده، ښايي د هغه مطلب به له دې خبرې نه بل څه ؤ.  

پلار مې چې وپوهېدلی چې دا لویه بلا نوره زما له سره چپه شوه، نو په خوشحالۍ کې یې د دې مدرسې مولوي صاحب ته ویلي دي چې ته او ستا طالبان نن بېګاه ته زما مېلمانه یاست. مولوي صاحب هم په ورین تندي دا خبره ورسره منلې ده او ورته ویلي یې دي چې بېګاه ته موږ ستاسو د کلي فلاني جومات ته درځو، ته هم هماغه جومات ته راشه، د ماښام تر لمانځه وروسته به بیا ډوډۍ ته سره ځو. 

پلار مې چې کور ته راغی په داسې تیاري یې پیل وکړ، چې تا به ویل د کوم هېواد صدراعظم او وزیران یې مېلمانه دي. نه پوهېږم چې ده به دا د غوښې او ترکارۍ پیسې ورته د کومه کړې وي، ځکه په جیب کې خو یې یوه روپۍ هم نه وه!؟ 

خیر خو چې کله ماښام شو او د کلي هماغه جومات ته ورغی، چې د یو ځای کېدو وعده یې د مولوي صاحب او طالبانو سره پکې کړې وه. هلته تر څه ځنډ وروسته د نظامي طالبانو مسؤول همدغه مولوي صاحب ته زنګ وهلی دی، چې که دغې مېلمستیا ته ولاړې، بیا نه ستا خیر شته او نه هم د همدغه کس! په همدې خبرې سره مولوي صاحب او طالبانو یې دوې پښې خپلې کړې دي او دوې یې راپور کړې دي، په منډه له جومات نه وتلي دي او زموږ پلار ته یې ویلي چې موږ دې مېلمستیا ته نه شو درسره تللای. 

پلار مو چې کور ته راغی، رنګ یې زېړ او طبعیت یې خراب ؤ، ماته یې ویل چې خبره والله ورانه شوه، خدای تعالی دې د ماما سره پوه شي، موږ ته خو یې لوی کار وکوت. ما ورته وویل چې خیر خدای تعالی مهربانه دی، کېدای شي په ټوکه کې چا دې مولوي صاحب ته زنګ وهلی وي. ده راته ویل چې نه، زه د مولوي صاحب سره په څنګ کې ناست وم او د تلېفون غږ مې یې اورېده، هغه سړی رښتیا هم ډېر په قهر ؤ. 

موږ په همدې خبرو کې وو چې زموږ د پلار هغه د کاکا زوی ماته زنګ وواهه چې په نظامي طالبانو کې ؤ، تر سلام کلام نه وروسته یې راته ویل چې که کور وې، یو ځل له کوټې نه بېرون ته ووځه! یوه پوښتنه درنه کوم. زه چې له کوټې نه بېرون ووتم، ده راته ویل یې چې زموږ په کلي کې معلم څوک دی؟ ما ورته وویل چې معلم خو همدا زموږ پلار دی، ده راته وویل چې هغه خبره خو به ده نه وي کړې؟ ما ورته وویل چې ده کړې ده، خو ده ته هم د ده مولوي ماما زموږ په کوټه کې وکړه. ده راته ویل چې زه پوهېدم چې دا خبره به ده کړې وي. خو ګوره! ته نن شپه مه ویده کېږه! که چېرته څوک درغلل او غوښتل یې چې دی له کوره وباسي، ته ورته زما نوم واخله او ورته ووایه چې زه د ده د تره زوی یم. ګوره! که یې درنه وایست، بیا یې والله که یا مړی پیدا کړې او یا ژوندی او یا یې هم په چا ومنې چې دا خبره ده نه ده کړې، بلکې د ده ماما کړې ده.

 ما هم پر هغه شپه تر سهاره پیره وکړه، خو له نېکه مرغه هیڅ یوه بلا هم را نازله نه شوه. سهار چې کله ښوونځي ته ولاړو، د ښوونځي اجرایوي مدیر تر لاس ونیولم او له ادارې نه یې لرې له ځانه سره بوتلم، راته ویل یې چې ستا د پلار تر مولوي نه کشر ماما زموږ کور ته راغلی ؤ، راته ویل یې چې دا خبره تا رسوايۍ ته بېولې ده، که چېرې مې په ورور او یا خوریې څه وشول، ټول مسؤول یې ته یې. والله که دې وینه هم ځمکې ته پرېږدم. اوس ته هغه ته یو زنګ وکړه او ورته ووایه چې زه د دې خبرې په خپرولو کې لاس نه لرم، د ټولو اولادونو پر سر که مې دا خبره هیچا ته هم کړې وي. ما هم هغه ته زنګ وکړ او ورته ومې ویل چې زموږ د ښوونځي دا اجریوي مدیر صاحب په دې خبره کې هیڅ لاس نه لري. 

اوس ماته د دومره کلونو په تېرېدو سره چې د دې قضیې ډېری ښکېل اړخونه په دې دنیا کې نشته دا یوه معما ده، چې پر دې خبره اخر چا تېږه واړوله، ایا زموږ د پلار د تره زوی کار وکړ او که یې هماغه مولوي ماما د خپل روب او داب نه کار واخیست چې دا د دوزخ د قلف کېدو فتوا یې صادره کړې وه!؟ 

په هر صورت، بلا وه برکت یې نه ؤ. که چېرې زموږ پلار د دې بې سروبوله فتوا قرباني شوی وای، سړی به مو سړی له لاسه تللی وای او رسوايي به رسوايي را جوړه شوې وای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب